فرهنګ

محمد طاهر زهير په فرهنګي چارو کې، په بهر کې د مېشتو افغان متخصصانو نظريې او وړانديزونه مهم وبلل

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ويډيو کنفرانس له لارې د هېواد د تاريخي آثارو او فرهنګي ميراثونو په اړوند په امريکا کې په فرهنګي چارو کې د مېشتو افغان متخصصانو نظريې، معلومات او پېشنهادونه واورېدل.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دغه ويډيو کنفرانس کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حقوقي او رسانه يي چارو سلاکاران او د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم، ملي موزيم او د لرغون پېژندنې رييسان هم حاضر وو، په امريکا کې مېشت د هېواد د فرهنګي چارو متخصص پروفيسور حامد نويد، په امريکا کې په فرهنګي چارو کې د متخصصانو په استازيتوب خبرې وکړې.
هغه د تاريخي آبداتو د پېژندنې او مرمت کولو، د یوشمېر فرهنګي ميراثونو د برجسته کولو او دغه راز د هېواد د آرشيفي آثارو او نسخو په اړوند خپل معلومات، نظريې او پېشهادونه وړاندې کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د پروفيسور نويد د خبرو تر اورېدو وروسته، د تاريخي آبداتو د پېژندنې او مرمت کولو، د یوشمېر فرهنګي ميراثونو د برجسته کولو او دغه راز د هېواد د آرشيفي آثارو او نسخو په اړوند د هغه نظريې، معلومات او پېشنهادونه مهم او ارزښتناک وبلل.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد د فرهنګي چارو د نظر له خاوندانو سره د دغه شان غونډو پر جوړولو ټينګار وکړ.
پاى\ و\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته