فرهنګ

محمد طاهر زهیر: افغانستان او هند لرغونې فرهنګي اړيکې لري

– کابل/ د کب٧مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمد طاهر زهیر او په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي نن په یوه کتنه کې د افغانستان او هندوستان د فرهنګي اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاريخي اړيکو د لرغونتيا او فرهنګي مشترکاتو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې هندوستان هغه هېواد دى چې له اوږد مهال راهیسې له افغانستان سره فرهنګي اواقتصادي اړيکې لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د فرهنګي پروګرامونو د ترسره کولو، د منابعو، متونو او په افغانستان پورې اړوند د خطي نسخو، د افغانستان د تاريخي اثارو او فرهنګي ميراثونو د ساتنې او ترميمولو په برخه کې د هند د فرهنګي ملاتړ، کتابدارۍ، ګرځندوى، سينما، د تاريخ په څانګو کې د تحصيلي بورسونو برابرولو او د فرهنګي اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.
په همدې حال کې په هند کې د افغانستان سفير ډاډ ورکړ چې یادې برخې له هندي مقاماتو سره شريکوي.
هغه زیاته کړه چې د هندوستان او افغانستان تر منځ د فرهنګي اړيکو د پراختيا په برخه کې به هلې ځلې وکړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته