فرهنګ

محمد طاهر زهیر او ډاکټر عباس بصیر د کتاب نړیوالې معیاري شمېرې (ISBN) د وېش هوکړه لیک، لاسلیک کړ

٢٠- کابل / د سلواغې ۸ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر او د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر پرون د کتاب نړیوالې معیاري شمېرې (ISBN) د وېش لپاره د همکارۍ هوکړه لیک، لاسلیک کړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ دغه هوکړه لیک د درسي او مرستندویو درسي کتابونو چې د علمي څېړنو د خپرولو لپاره تالیف کېږي او یا ژباړل کېږي، د چاپ او نشر د معیاري کولو په موخه لاسلیک شو.
د یاد هوکړه لیک د لاسلیک کولو په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې ISBN یوه نړیواله او کتاب ته د اعتبار ورکولو شمېره ده چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې کارول کېږي.
هغه زیاته کړه چې له بده مرغه، په تېرو کلونو کې، د هېواد یوشمېر خپرونکو دې نړیوال اعتبار ته پاملرنه نه ده کړې او یا له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه یې ترې ډډه کړې ده چې دغه کار له یوې خوا د کتاب نړیوال اعتبار کموي او له بلې خوا د هېواد د نشراتو اعتبار ته هم زیان رسوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ګاونډیو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د کتاب خپرول پیکه وبلل او ويې ویل: هغه کتابونه چې ISBN شمېره ونلري؛ د یونسکو په حساب کې نه شاملېږي او نړیوال شهرت هم نه ترلاسه کوي.
محمد طاهر زهیر د کتاب په معیاری کولو کې د کتاب نړیواله معیاري شمېره اغېزمنه وبلله او ویې ویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چمتو دی چې نورو وزارتونو او بنسټونتو ته هم ISBN شمېره ووېشي.
دغه راز په دغو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر په خپلو خبرو کې د دغه هوکړه لیک لاسلیک کول د کتاب په معیاري کولو او اعتبار ورکولو کې یو ارزښتناک ګام وباله او زیاته یې کړه چې د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي علمي تولیدات زیات کړي.
ډاکټر بصیر څرګنده کړه چې د یو هېواد د پرمختګ بنسټ په علمي څېړنو کې دی او که یوه پالیسي د علمي څېړنو پر بنسټ نه وي؛ په عمل کې پلې کېدای نه شي.
هغه زیاته کړه: که د لیکوالو او همدارنګه د پوهنتون د استادانو عملي آثار چاپ شي او (ISBN) شمېره هم ولري؛ دا به د کتاب په اعتبار او هم د یونسکو د شمېرنو په ثبت کې له موږ سره مرسته وکړي.
په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاپي رایټ آمر ذکي الله امیري او د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تالیف او ژباړې رییسې مرضیې وفايي هم د کتاب د نړیوالې معیاري شمېرې د کارولو د ارزښت په اړه معلومات ورکړل.
دوی وویل چې ټول خپروونکي او مؤلفان دې د خپلو آثارو چې په شرایطو برابر دي، په چاپ کې (ISBN) شمېره وکاروي او د کتاب د چاپ او نشر په برخه کې د معیاري کېدو پر لور حرکت وکړي.
د مراسمو په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست او د لوړو زده کړو وزیر د کتاب د نړیوالې معیاري شمېرې (ISBN) د وېش هوکړه لیک، لاسلیک کړ. پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته