خبرونهفرهنګTOP

محمد ‌طاهر زهیر په پرتمین ډول د نوروز لرغوني جشن د جوړولو په خاطر پر ښه چمتووالي ټینګار وکړ

– کابل / د کب ۶ مه / باختر
د ا‌طلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ نن د۱۴۰۰ کال د نوروز جشن د جوړولو د ملي کمېسیون لومړنۍ غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د هېواد د جمهوررییس د حکم له مخې، د۱۴۰۰ کال د نوروز جشن د جوړولو ملي کمېسیون چې د یوشمېر وزارتونو او اړوندو بنسټونو استازي پکې دي، جوړ شوی دی چې د نوروز لرغونی جشن په ښه او پرتمین ډول جوړ شي.
هغه څرګنده کړه چی د۱۴۰۰ کال یا د نوې پېړۍ د لومړني نوروز په درناوي، د ا‌طلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي چې دغه جشن د (پیوستون او هېوادنۍ مینه -همدلی و مهر میهن) ترنامه لاندې په ټول هېواد کې جوړ کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین عبدالمنان شېوای شرق د نوروز لرغوني جشن د جوړولو د پروګرامونو او موخو په اړوند معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې د هېواد په ولایتونو کې هم د نوروز ملي جشن نمانځل کېږی.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو فرهنګ رییسې محبوبې بابکرخېل د تېر نوروز جشن د اقداماتو او فعالیتونو رپوټ وړاندې کړ او هم یې د نوي کال د نوروز جشن د جوړولو په خاطر د اړوندو بنسټونو د چمتووالي ډاډ ورکړ.
دغه راز په غونډه کې د کمېسیون غړیو د خپلو اړوندو وزارتونو او بنسټونو په استازیتوب، د نوي کال د نوروز ملي جشن د جوړولو په اړوند خپلې نظریې او پېشنهادونه وړاندې کړل او د چمتووالي ډاډ یې ورکړ.
د ا‌طلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د غونډې د پایلو په ارزونه کې څرګنده کړه چې د کمېسیون غړي دې په راتلونکې غونډه کې خپلې نظریې او دغه راز د هغو فعالیتونو چې اړوند بنسټونه یې د نوروزجشن د جوړولو په خاطر ترسره کولی شي؛ له کمېسیون سره شریک کړي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په پرتمین ډول د نوي کال د نوروز لرغوني جشن د جوړولو لپاره د کمېسیون د غړیو ترمنځ پر ښې همغږۍ ټینګار وکړ.
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته