کابل / د وږي ۲۳مه / باختر
د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق، روغتیا نړېوال سازمان او یونیسف په ننګرهار کې د فاطمة الزهرا ولایتي روغتون او عامې روغتیا ریاست سره د ۱۲۸ بېلا بېل ډول درملو مرسته وکړه.
د ننګرهار د روغتیا رییس مولوي عطاء الرحمن وايي چې له ولایتي روعتون سره به ډېر ژر نورې مرستې هم وشي.
په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د کونړ په غازي آباد ولسوالۍ ۲۲۹ بې ځایه شویو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
ن/ر
16 د یوې دقیقې څخه لږ