اقتصاد

مسوولين .دغوري سمنټو فابريکه له ماتې سره مخامخ کيږي .

دپاکستان سمنټو واردول اوپاکستان ته دډبرو سکرو صادرات په بغلان کې دافغان سمنټو دکمپنۍ زياته ستونزه ده.

 دافغان سمنټو دکمپنۍ عامل رييس ميرويس صديق دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دغوري سمنټو لومړۍ او دويم لمبر فابريکوتوليدات چې دافغان سمنټو دکمپنۍ له  خوايې لارښوونه کيږي کولاي شي دهيواد داړتيا وړ سمنټ په ښه کيفيت سره برابرکړي

دده د څر‌ګندونوله مخې دپاکستاني سمنټو شتون د غوري سمنټوبازارچې په څلور سوه مارک سره توليدږي له ماتي سره مخامخ کړي دي چې ددغه بهير ددوام په صورت کې به د غوري سمڼتو دفابريکو فعاليت وځنډول شي .

ده زياته کړه له بلي خوا دغوري سمنټو په فابريکو کې دډبرو سکرو له کمښت سره سره پاکستان ته دهيواد دډبرو سکرو صادرول  دشمال دډبروسکرو دتصدي  په فابريکو کې دسمنټو دتوليد دساتنې اوپرمخ بيولو په لاره کې بله ستونزه ده.

دشمال دډبرو دسکرو دتصدي رييس عبدالخالق تصميم وايې بهرته دډبرو سکرو دتوليداتو  وړاندې کول او پلورل په دې رياست پورې اړه لري .

ده وويل  موږمکلف يو ددولت دعوايدو دلوړولو په مقصد دکرکرو، نهرين، اشپشتي  او له دره صوف څخه درا ايستل شوي دډبرو سکاره  وپلورو.

ده زياته کړه افغان کول چې دډبرو سکرو دراايستلو په برخه کې يو خصوصي سکتور دي مکلف دي له پروتوکول سره سم په هردريو کلونو کې يومليون ټنه دډبرو سکاره راوباسي .

دبغلان ولايت سرپرست عبدالقديم دهيواد په کورنيو بازارونو کې دپاکستاني سمنټو شتون اوپه بهرکې دډبرو سکرو پلورل دازاد بازار اقتصادي سياست وباله  او زياته يې کړه دافغان سمنټو کمپنۍ کولاي شي  ديوې کڅوړي سمنټو په بيه کې دکمښت په صورت کې له پاکستاني سمنټو سره سيالۍ وکړې.

ديادونې وړ ده چې همدااوس ددغو فابريکو يوه داش په فعاليت سره په ورڅ کې اووه سوه ټنه سمنټ چې څوارلس زره کڅوړي کيږي توليديږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته