کابل /دتلي ٢مه /باختر:
په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان د پوليسو له خوا د تجارتي کاروانونو د بې مورده درولو په اړه د موټر چلوونکو له شکايت وروسته مسوولين ددغې ستونزې دحل کولو لپاره دهلوځلو خبر ورکوي.
د تجارتي کاروانونو موټر چلوونکي وايي آن کله چې د دوى موټرونه تش هم وي په پاکستان کې ځورول اودرول کېږي.
د باروړونکى موټر يو چلوونکى سرفراز د افغانستان اوپاکستان ته د سوداګري مالونو په لېږد رالېږد بوخت دى وايي چې د پاکستان پوليس له دوى څخه د بډې اخېستلو لپاره د دوى د موټرو په درولو لاس پورې کوي او هيڅوک نشته چې د دوى د دغه کار مخه ونيسي.
د ننګرهارد ګمرک رييس نصرالله صاحب زاده باختراژانس ته وويل چې د پاکستان د ګمرک مسوولينو له ده سره ژمنه کړې ده چې له دې وروسته به هيڅ کاروان له قانوني دليلونو پرته په دغه هېواد کې ونه درول شي.
د ننګرهار د ګمرک رييس وويل: موږ لاړو او په خيبر پښتونخوا کې مو درول شوي موترونه له نږدې وليدل دپاکستان د ګمرک او د کميسارى مسوولينو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به هيڅ کاروان له قانوني دليلونو پرته ونه درول شي.
په پاکستان کې د افغانستان د تجارتي کاروانونو درول تل دسوداګرودستونزو او دهېواد په بازارونوکې د بيو د لوړيدو سبب شوي دي.
مسوولين وايي پاکستان تل د سياسي دليلونوله مخې له افغانستان سره په خپلو تجارتي اړيکو کې ستونزې رامنځته کوي.
ختم_ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل