سیاستخبرونهټولنه

مسوولین: د پکتیا ګردې څېړۍ، شواک او وزي ځدراڼ ولسوالیو ته ځانګړې پاملرنه کېږي

کابل / د تلې ۲۹ مه / باختر

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وايي چې په تېر نظام کې وزې ځدراڼو، شواک او ګردې څېړۍ ولسوالیو ته سمه پاملرنه نه ده شوې.

حقاني وايي چې د اسلامي امارت په راتګ سره به د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته د روغتیا، پوهنې او بیا رغونې په برخو کې ځانګړې پاملرنه کېږي.

په همدې حال کې بیا اوسېدونکي له نوي حکومت پر ملاتړ سربېره غوښتنه کوي، چې د سیمې امنیت په تامین کې کوټلي ګامونه واخلي.

هغه په تېره شل کلنه مبارزه کې د ځدراڼوخلکو قربانۍ وستایلې او ویې ویل چې د یادو ولسوالیو خلکو ته په تېر نظام کې د ژوند لومړنۍ اسانتیاووې نه دي برابرې شوې.

حقاني ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت حکومت به په عادلانه ډول په شواک، ګردې څېړۍ او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې خلکو ته په روغتیا، پوهنې او بیارغونې برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

درې ځدراڼ میشتې د پکتیا هغه ولسوالۍ دى چې د روغتیا او پوهنې برخې یې په خورا ناوړه حالت کې قرار لري، که څه هم په تېر نظام کې د وخت چارواکو د دغو سیمو له خلکو سره ګڼې ژمنې هم کړې وې؛ خو عملي یې نه کړې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته