روغتیا

مسوولین: روانه اوونۍ کې به د نورستان روغتیايي مرکزونو ته د درملو لېږد پیل شي

– کابل / د تلې ۱۹ مه / باختر
د نورستان د عامې روغتیا رییس مولوي نقیب الله وايي چې له سویډن موسسې سره یې قرارداد کړی، په وینا یې روانه اوونۍ کې به د دغه ولایت ټولو روغتیايي مرکزونو ته د درملو لېږد پیل شي.
بل خوا د نورستان اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په روغتونونو کې درمل نشته او د اړتیا پرمهال ټول درمل په بازار کې پېري.
د فا طمې په نامه یوه مور چې خپل ناروغ ماشوم یې روغتون ته راوړی وایي چې په روغتون کې درمل نشته او روغتیا پالان ورته لارښوونه کوي چې په بازار کې یې وپېري.
په ورته وخت کې د ډاکټر پروین کلینیک یو ډاکټر شکرالله وايي چې مخکې دغه مرکز ته ډېرو ناروغانو مراجعه کوله؛ خو اوس چې درمل خلاص شوي ناروغان هم کم شوي دي.
شکر الله وايي چې (ای هیډ موسسی) ورته له ٨ میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړی، هغه له اسلامي امارت غواړي چې ستونزې یې حل کړي.
په ورته وخت کې د نورستان د عامې روغتیا رییس مولوي نقیب الله هم یادې ستونزې مني او د حل ژمنه یې کوي.
هغه وايي چې یاد وزارت له سویډن موسسې سره د روانې اکتوبر میاشته کې قرارداد کړی او ژمنه یی کړې ده چی د دغه ولایت روغتیایي برخې ته به جدي پاملرنه کوي، هغه ډاډ ورکړ چې راتلونکې اوونۍ کې به ټولو روغتیایي مرکزو ته د درملو لېږدول پیل شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته