امنیت

مسوولین: په زابل کې د جرمونو کچه راټیټه شوې ده

کابل / د تلې ۲۱ مه / باختر
په زابل کې د افغانستان اسلامي امارت له حاکميت سره سم د جرمونو کچه را ټیټه شوې او امنیت هم تامین شوی دی.
د زابل د امنیې قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي کرامت وايي چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې ګڼ شمېر قضیې څېړل شوي او هم د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر مجرمین، د نشه یي توکو کاروباریان، ساقیان او غله نیول شوي دي.
کرامت زیاته کړه چې د نشه یي توکو په کاروباریانو کې بدلمنې ښځې هم شاملې وې چې دوسي یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
هغه وویل چې شاوخوا ۴۰۰ قضیې د تېر حکومت ورته راوړل شوي چې په وخت څېړل شوې نه وې؛ خو اوس یې له یادې جملې ۳۰۰ حل شوې دي.
کرامت د زابل اوسېدونکو ته د امنیت ډاډ ورکړ او ویي ویل چې د اسلامي امارت سرتېري شپه او ورځ د هېوادوالو پر خدمت بوخت دي.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير زیاتوي چې د حکومت او ولس ترمنځ هیڅ خنډ نشته او هر شخص کولای شي چې خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته