کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
د سنا مجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار د دغه مجلس د غړو په استازيتوب د غور ولايت د امنيه قوماندان مل پاسوال احمدفهيم قايم د کارونو له امله قدرداني وکړه.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د غور ولايت امنيه قوماندان د ملي شورا مقر ته په حاضريدوسره د غور ولايت د امنيتي حالت په باب د معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې د دغه ولايت امنيتي ځواکونه د قانون د تطبيق، د امنيت د تامينولو او له تروريستانو سره د مبارزې په لاره کې سرښندونو ته چمتو دي.
دغه راز د غور ولايت سناتور داوود غفاري هم د دغې قوماندانۍ د قوماندان او منسوبينو د فعاليتونو له امله د ستاينې په ترڅ کې زياته کړه چې د غور ولايت د امنيه قوماندان په توګه د دوى په ټاکل کيدو سره د قانون د تطبيق، د امنيت د تامينولو او له امنيتي ځواکونو سره د خلکو د همکارۍ په برخوکې مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي او ټينګار يې وکړ چې د ملي وحدت حکومت دې د دغه شان مجربو او خدمتګارو افسرانو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي .
د سنامجلس په بېلابېلو دولتي پستونوکې د غور ولايت د امنيه قوماندان د کارونو يادونه وکړه او د ستاين ليک په ورکولو سره يې د ده غوره خدمتونه وستايل.
1 1 دقیقه لوستل