فرهنګ

په کابل کې د امريکا په سفارت کې د افغانستان د تاريخي آبداتو د تصويرونو نندارتون پرانستل شو

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان د فرهنګي ميراثونو د ملاتړ په برخه کې د دوستو هېوادونو په تېره بيا د امريکا د متحده ايالاتو د زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري چې د افغانستان د تاريخي آبداتو د تصويرونو په هغه نندارتون کې چې نن په کابل کې د امريکا په سفارت کې جوړ شوى و، وويل: له افغانستان سره په تېره بيا د فرهنګي ميراثونو او د لرغونپوهنې په باب د امريکا علمي _ فرهنګي همکاريو څه د پاسه نيمه پيړۍ تېره کړې ده. دغه همکارۍ په ځينو مواردوکې د فرهنګي او مدني ژوندانه د عنوانونو سر ليکه او پيلوونکې دي او د افغانستان د لرغونو دورو ډير لرغوني آثار د امريکايي پوهانو له خوا کشف شوي دي.
لومړنۍ امريکايۍ پوهه (لويس دوپري) وه چې د غزني په ناور دښته کې د کېندنو په نتيجه کې يې ډير لرغوني آثار چې لرغونتيا يې سلو زرو کلونو مخکې ته رسيږي، کشف او معرفي کړل چې د لرغونو ډبرو يا د (پاليوليتيک) په دورې پورې اړوند بلل کيږي.
ده د خپلو خبرو په دوام وويل: د پنسلوانيا پوهنتون استادانو کارلتون.س.کاوون په ١٩٩١ او ١٩٩٥م کلونوکې د ډبرې د زمانې آثار د افغانستان په شمال کې کشف کړل او د دغو کشفياتو نسخه يې د (هفت مغاره) تر عنوان لاندې په يو کتاب کې په ١٩٥٧م کال کې چاپ کړه.
د نياندرتال د انسان لومړني پاتې شونې کارلتون کاوون د بدخشان د کور په دره کې کشف کړې چې په افغانستان کې د نوې ډبرې د دورې آثار معرفي کړل.
پوهاند باوري د افغانستان د لرغونو ساحو د ساتنې په برخه کې د امريکا د سفارت ځينو مرستو ته د اشارې په ترڅ کې وويل: دغه همکارۍ او مرستې له شک پرته د دواړو دوستو هېوادونو افغانستان او امريکا ترمنځ دوستانه اړيکې زياتې او اغيزمنې کوي.
ده د خپلو خبرو په دوام وويل: افغانستان په پخوا زمانه کې د څلور لارې رول درلود، زموږ هيله دا ده چې په اوس وخت کې هم د هماغه څلورلارې رول ولرو، دغه موخه هغه وخت ترلاسه کيږي چې دوست هېوادونه په تېره بيا د امريکا متحده ايالات د افغانستان د ميراثونو د ملاتړ په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
دغه راز په دغو مراسموکې د امريکا سفير وويل چې د افغانستان د فرهنګي ميراثونو ساتنه په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت يو لومړيتوب دى.
ده وويل: تر اوسه پورې امريکا په افغانستان کې د لرغونو ساحو او د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په موخه په سلو پروژوکې پنځه ويشت ميليونه ډالره لګولي دي او موږ د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره په همکارۍ کې د تاريخي څلو په ساتنه په تېره بيا د افغانستان د ملي موزيم په بډاينه کې خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوو.
دغه راز په دغو مراسموکې د ښار او کور جوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري، د لوړو زده کړو وزيرې پوهنوالې فريدې مومند، د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين، په کابل کې د بهرنيو هېوادونو يو شمېر ډيپلوماتانو او ځينو افغان فرهنګيانو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته