روغتیا

مشروم يو طبي بوټې دى چې په نورستان کې زيات پيدا کېږي

۳۳- کابل/د سلواغې ١٩مه /باختر
مشروم يو ډول مرخېړي ته ورته ‌‌‌‌‌طبي بوټى دى چې د فنجيانو کورنى پورې اړوند دى او په نورستان کې زيات پيدا کېږي.
دغه کميابه طبي بوټى په درمل جوړولو کې زيات کارول کېږي او له دغه بوټي څخه زياتره د انتي بيوتيکونو په تېره بيا د پنلسين په جوړولو کې استفاده کېږي.
همدا اوس په نورستان کې کليوالي خلک له مشروم څخه د ميکروب ضد توکو په توګه استفاده کوي.
د نورستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رييس عبدالوهاب نسيمي وايي چې مشروم په نورستان کې په طبيعي ډول په لوړو سيمو کې پيدا کېږي.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ د دغه طبي بوټي تکثيرول د هغو مهمو کارونو څخه دى چې کولاى شي د هېواد د اقتصاد له ودې سره زياته مرسته وکړي.
هغه وويل: مشروم يو ډول مرخيړي ته ورته طبي بوټى دى چې د نورستان په لوړو سيمو او ځنګلونو کې زيات پيدا کېږي.
د دغه بوټي کلني حاصلات څه ناڅه څلور نيم ټنه اټکل شوي دي او يوه کيلو يې په کورنيو بازارونو کې په شل زره افغانيو او په نړېوالو بازارونو کې په پنځه سوه امريکايي ډالر پلورل کېږي.
هغه څه چې نورستان له نورو ولايتونو جلا کوي دا دى چې د هغه زيات محصولات په طبيعي ډول وده کوي.
زيتون، املوک، زيره، مشروم او يو شمېر نور ارزښتناک بوټي او ميوې له هغو محصولاتو څخه دي چې طبيعي وده لري او هغو ته پاملرنه کولاى شي ښه اقتصادي فرصتونه برابرکړي.
کارپوهان وايي که چېرې حکومت نړېوالو بازارونو ته د مشروم د صادراتو زمينه برابره کړي بزګران، سوداګر او حکومت به ترې زياته ګټه ترلاسه کړي.
د هېواد په ختيځ کې نورستان له هغو ولايتونوڅخه دى چې کرنيزې ځمکې يې لږې دي، له همدې امله په وروستيو کلونو کې پکې پرمختيايي پروګرامونه ډېر نه دي پلي شوي.
نورستان سره له دې چې يوغرنى ولايت او په ژمي کې واوره پکې اورېږي اوسختې مواصلاتي لارې لري، خو د بڼوالۍ، مالدارۍ او د طبي کميابو بوټو د تکثير په برخو کې د اقتصادي ودې لپاره فوق العاده ظرفيتونه لري.
په نورستان کې يوشمېر ارزښتناک طبي بوټي شتون لري چې په نورو ولايتونو کې ډېر لږ ليدل شوي دي او يا هم هيڅ نه دي ليدل شوي.
ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته