اقتصاد

مطبوعاتي اعلاميه

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٣ :

دمخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه  دافغانستان دمصنوعي سپوږمکېو له ثابت مدارڅخه  د ګټې اخيستنې د داوطلبي شرطپاڼه اعلام شوه.
د افغانستان دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجي وزارت دسکتوري انکشافي پروګرامونو په لړکې ددغه هيواد اړوند دځمکې دمخابراتي مصنوع سپوږميکو دثابت مدار څخه د ګټې اخيستنې عملي ګام پيل او دقانون  له حکمونو سره سم د اړوندې داوطلبي شرطپاڼه د ١٣٩١ لمريز کال دتلې په ١٨نيټه  چې د٢٠١٢ ميلادي کال داکتوبر له ٩ نيټې  سره سمون لري د  (( www.atra.gov.af ا    او      www.meit.gov.af ))  رسمي ويب سايتونو له لارې اعلام شوه.
افغانستان دنوموړو لاسته راوړنو سره سره چې په لږه موده کې دمخابراتو او اړونده خدمتونو دچټک پرمختګ له کبله دسيمې او نړۍ په کچه يو نمونه هيواد بلل کېږي، دخپل جغرافيايي موقعيت ، ځمکنې پيچلتيا، سراسري پوښښ ، د زيربنايي بنسټونو دپراختيا د اقتصادي توب او امنيتي شرايطو له پلوه يو لړ محدوديتونه هم لري، نوله همدې کبله دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجي وزارت پريو بل نوښت لاس پورې کړ ترڅو دپورتنيو محدوديتونو د رفع کولو ترڅنګ په هيواد کې دمخابراتي سکتور ستراتيژيکو موخو ته د رسيدو لپاره دنوموړې هيواد اړوند دمخابراتي مصنوعي سپوږمکېو دثابت مدار له ځايګي څخه چې د استوايي فضا په ٥٠ درجو دشرقي طول البلد قرار لري او تراوسه پورې کاروول شوې نه وو ، پر وخت ګټه واخلي.
په نوموړې فضايي ځايګي کې دمصنوعي سپوږمکې دځاى پرځاى کېدو سره به له يوې خوا لرې پرتو سيموته په ملي کچه مخابراتو خدمتونو رسيدل اسانه او اقتصادي شي او له بله پلوه به دهيواد هرګوټ  له نړۍ سره وصل اوپه  هرډول شرايطو کې به راز راز مخابراتي خدمتونو لکه تيلفوني ، متني ،انترنتي ، راديويي ، ټلويزيوني ، دولتي مخابرات ، له لرې واټن څخه پوهنيزې او روغتيايي چارې ، په عاجلو حالاتو کې د حبرتياوو اوهمدارنګه په نورو سکتوري برخو کې دگرځنده مخابرو دهر اړخيزې کارونې چارې اسانه او ډير شي.
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت او دمخابراتي خدمتونو دتنظيم اداري (اترا) مصنوعي سپوږميکو دثابت مدار ، دکاروونې لپاره په نړيواله کچه  د اړونده معلوماتو د راټولولو اوتحليل پربنسټ  او دهيواد دقوانينو دحکمونو سره سم د داوطلبي پروسه پيل کړه او په هغې کې يې دعلاقې لروونکو شرکتونو دخبرتيا اوګډون شرطپاڼه( ټينډر )  اعلان وسپارل.
په دې توګه ټول هغه شرکتونه چې دمصنوعي سپوږميکو دثبت  مدار دکاروونې لپاره دعلاقې  ، توان او تجربې لروونکې وي ، کولاى شي چې دنوموړې شر طپاڼې  ( ټينډر)  په مطابق خپل افرونه دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجي وزارت  دمخابراتي خدمتونو  دتنظيم ادارې (اترا ) ته په ليکلى ډول د ٢٠١٢ ميلادي کال داکتوبر تر٩ نيټې پورې په  لاندينې پتې وسپاري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته