سیاستخبرونهTOP

ملا غني برادر ايران ته لاړ

۱- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د طالبانو ډلې د سياسي دفتر وياند ويلي دي: د طالبانو ډلې د سیاسي دفتر رييس ملا غني برادر د دې ډلې د دفتر له یو شمېر نورو غړیو سره تهران ته تللی دی.
د طالبانو ډلې د سياسي دفتر وياند محمد نعيم وردګ په يو ټويټ کې ليکلي دي: د دې ډلې سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رییس ملا عبدالغني برادر او د هغه ملګري پلاوي د سلواغې په ٧ مه (د سه شنبه ورځ) د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللي دي.
د وردګ په وینا؛ ملا برادر او ملګرى پلاوی به له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، په ایران کې د افغان کډوالو د حالت او په افغانستان او سیمه کې د اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت په اړوند خبرې وکړي.
دغه سفر ټیک په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبان د امريکا د جمهوري رياست د ملي امنیت د سلاکار او د بهرنیو چارو وزارت د نوماند وروستۍ څرګندونې تعقیبوي چې ویلي يې دي؛ له طالبانو سره د سولې موافقه لیک څېړي.
دغه سفر کولى شي د طالبانو د ديپلوماتيکو هلوځلو يوه برخه وي چې غواړي له امريکا سره په احتمالي دریځ کې، هېوادونه او نورې کړۍ د هغوى طرفداري وکړي.
ملا عبدالغني برادر تر دې وړاندې په دوحه کې د چین له سفیر او د افغانستان لپاره د آلمان له ځانګړي استازي سره هم لیدلي دي.
بايد وويل شي چې د طالبانو ملاتړي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي هم د امريکا د متحدو ایالاتو د مقاماتو له څرګندونو وروسته چې ويلي یې دي، له طالبانو سره د سولې موافقه لیک څېړي؛ د امريکا له نوي حکومت څخه وغوښتل چې پر یاد موافقه لیک پابند پاتې شي.
د طالبانو ډلې وياند په داسې حال کې تهران ته د دې ډلې د سياسي پلاوي د رسمي سفر خبر ورکوي چې د ايران د بهرنيو چارو وزير څه موده وړاندې د افغانستان له يو خصوصي ټلويزيوني سره په مرکه کې ويلي وو چې ايران تراوسه طالبان د ترهګرو له نوملړ څخه نه دي ايستلي او له دې ډلې سره اړيکه د افغانستان او ايران په پولو کې د امنيتي مسايلو په خاطر ده.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته