سیاستخبرونه

ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام پیل شو

۳۱- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام نن په کابل کې پیل شو او د دغه پروګرام په لومړۍ ورځ د مالیې وزارت او د ملي سټندرد ادارې د روان کال خپل کاري رپوټونه وړاندې کړل او د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.
د جمهوري رياست د عامه اړیکو او ستراتیژیک لوى رییس وحید عمر د دغه پروګرام په پرانیستلو کې وویل چې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام موخه د ستونزو څېړل او د خبریالانو پوښتنې دي. په هغه صورت کې چې رسنۍ څېړنیزې پوښتنې ولري؛ کولای شي د ایمیل له لارې د اطلاعاتو او رسنیو له مرکز سره شریکې کړي، چې کنفرانس ورکوونکې ادارې هم څېړنیز ځوابونه ولري.
ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام په تېرو کلونو کې هم ترسره شوی دی چې د دولت کاري روڼتیا روښانه شي او شاوخوا ۴۰ ورځې به دوام وکړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته