سیاستTOP

ملت ته د رئیس الوزراء ملامحمد حسن اخند د وينا متن

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم. اما بعد:

تر ټولو دمخه خپل ګران او ځورېدلي ملت ته خپل سلامونه وړاندې کوم. الله جلاله دې ستاسې د پلرونو، زامنو او وروڼو تکلیفونه، شهادتونه، زندانونه او هر ډول سختۍ، چې پرتاسو تېرې شوې دي، په خپل دربار کې قبولې کړي. کوم کسان چې زخمي شوي، د بدن غړي یې له لاسه ورکړې او معیوب شوي وي او ژوندي پاتي وي، د دوي تکلیفونه دې هم الله جل جلاله قبول او مقبول وګرځوي.

ګران او ځورېدلی ملته!

غواړم چې پر روانو حالاتو له تاسو سره یو څو خبرې وکړم او څه وضاحت ستاسې حضور ته وړاندې کړم.

ګران ولسه، شل کلن تاریخ او د الله له لوري لوی امتحان پر تاسې تېر شو. تاسې او ستاسې بچیانو مجاهدینو دا شل کلن جهاد په ډېرو سختو تکالیفو، زندانونو، چاپو او قربانیو تېر کړ؛ مجاهدینو د هر څه پر وړاندې ځان سپر کړ، چې په پایله کې یې  الله جل جلاله دا لوی نعمت ورپه برخه کړ.

ټول ګران ولس ته دا وینا کوم چې اوس موږ او تاسې له یوه بل امتحان سره مخ یو.

محترمو مجاهدینو! تاسې له الله جل جلاله سره د درو شیانو ژمنه کړې وه: چې موږ به له وطنه د کفارو ګیلم ټولوو، اشغال ته به د پای ټکی ږدو؛ پر ځای به یې یو اسلامي حکومت او نظام قایموو؛ او ټول هېواد ته به امنیت راولو.

ګران ملته! له تاسې سره مجاهدینو وعده کړې وه چې تر څو چې اشغال ختمیږي موږ به جنګېږو؛ تر څو چې دلته اسلامي حکومت او نظام راځي، موږ به جنګېږو؛ او په دې هېواد کې به [داسې] امنیت راولو چې د ټولو حقوق، مال او عزت به خوندي وي، څوک به چا ته ضرر نه شي رسولای – مجاهدینو په درې درو واړو وعدو د الله تعالی په نصرت وفا وکړه.

اوس مو خبره دا ده چې اې ملته!

پر تاسې د دې نعمت شکر لازم او واجب دی. محترمو وروڼو، خدای مه کړه، که د دې نعمتونو شکر ادا نه شي او نارضایتي ښکاره شي، نو څه به پېښ شي؟ د امارت په اړه بعضې ناپوهه اشخاص داسې څرګندونې کوي چې سړی وویریږي چې که ملت د دې عظیم نعمت شکر ادا نه کړي نو په یوه بل عذاب به اخته شي. له یوه طرفه چیغې وهل کیږي چې د کار نشتوالی دی، د امارت له راتلو سره نرخونه لوړ شوي دي. سبحان الله، اې ملته! دغه به انصاف وي چې دا د نرخ لوړوالی له امارت سره وتړل شي؟ ایا نیستي، قحطي له امارت سره راغلې او که دا له پخوا په دې هیواد کې موجوده وه؟

ګران او مهربان ولسه !

تاسې له خپل ځان سره فکر وکړئ چې امارت خو له تاسې سره د رزق وعده  نه ده کړې. امارت خو پر خپله کړې وعده وفا درسره وکړه، د رزق وعده خو الله جل جلاله له خپل مخلوق سره کړې ده. باید موږ ټول خپل بادار جل جلاله ته فریاد وکړو چې پر موږ د رحمت بارانونه راووروه ترڅو زموږ له هېواد څخه د وچکالۍ لمنه ټوله شي او شته مشکلات مو حل شي. دا د الله لوی امتحان دی، [ځکه چې] بنده ګانو له الله څخه سرکشي شروع کړې ده. الله جل جلاله دې موږ ته توفیق راکړي چې الله جل جلاله ته فریاد وکړو او زموږ ستونزې هوارې شي.

الحمدلله، په دې ملک کې چې څه واکداران دي، خاینان نه دي، پیسې ګټونکي نه دي چې خپل جېبونه ډک کړي؛ دا د پیسو شایقین نه دي – دا هغه کسان دي چې خپل سرونه یې د اسلامي نظام راوستلو او د دې ملت لپاره د الله په لار کې وقف کړي وو.

ولسه! دغه خلک له تاسې پیسې نه غلا کوي. دلته چې زه موجود یم د دې ځای واقعه به تاسې ته وړاندې کړم تر څو تاسې ته دا په ثبوت ورسیږي چې دلته حکومت کوونکي خلک غله، جېب ډکوونکي نه دي. په ارګ کې موږ او مجاهدین ګوزاره کوو، دلته چې له موږ څخه مخکې څوک وو، کله چې تښتېدلي وو په لارو کې پیسې ترې لوېدلې وې. سړی تعجب وکړي د دې خلکو ایمانونو ته: یو کشر طالب به یو لک  دوه لکه ډالر ځای پر ځای پیدا کړل، په داسې حال کې چې له الله جل جلاله پرته به بل هېڅوک هم نه و، خو دوي به هغه پیسې ما ته راوړې چې دا مو په فلاني ځای کې پيدا کړې. حتی یوولس لکه ډالر د ارګ په بیلابیلو برخو کې طالبانو موندلي وو او ما ته یې راوړل چې دا واخله. په هرځل پیسو راوړلو به ما د دوی په ایمان او وجدان تعحب کاوه. دا دا ډول انسانان دي.

نو که چیرې د افغانستان د خلکو پیسې، چې د ملت سرمایه ده، ازادې شي، زه یقیني یم چې شته ستونزې به ټولې هوارې شي، هغه ستونزې چې د ولس په مخ کې دي الله جل جلاله به یې په خپل نصرت سره هوارې کړي او افغانستان به له دې مشکلاتو وباسي.

نو اې ملته! هوښیار اوسئ. د مخکیني نظام بعضې کسان چې په دې ملت کې پاتې دي او پټ دي داسې څرګندونې کوي چې ټول ملت ته تشویش وراچوي، ټول ملت په خپل دې مبارک نظام شکمنوي. ډېر هوښیار اوسئ چې دښمن مو بیا یرغمل نه کړي. خدای مه کړه چې په خپل داسې مبارک نظام، امنیت او حکومت باندې بدګومانه شئ، یا په دې اړه یوه بېکاره خبره درنه وشي، الله جل جلاله به درنه ناراضه شي. پخوا به مو نه د شپې ځای و او نه د ورځې، نه د پټېدو او نه د شپې تېرېدو او نه د خوب ځای – الله جل جلاله دا ټول مشکلات حل کړل او داسې ډاډمنه فضا یې رامنځته کړه چې د شپې او ورځې ارام خوب او هوسا ژوند پکې تیرولای شئ؛ د شپې له مخې هم تګ او مزل کولای شئ او د ورځې هم. هېڅ کومه ستونزه مو پر وړاندې نشته، نه مو څوک مخې ته درېدلای شي. که د دې نعمت شکر ادا نه کړو، الله به مو په سختترین عذاب اخته کړي.

داسې خبرې اورم چې ویل کیږي طالبان راغلي دي، کار نه پیدا کیږي، کارونه نشته. د کار زمینه خو اصلًا پخوانۍ ادارې بنده کړې وه. د یو کلي اوسېدونکی بل کلي ته نشوای تلای، چا به په خپلو کروندو کې اوبه نه شوای لګولای، چا به خپل روزګار نه شوای چلولای. اوس خو شکر الحمدلله که د ورځې یا شپې سفر کوې، که کار کوې، که خپل روزګار چلوې، بزګري کوې بڼوالي کوې، هره چاره چې پر مخ بیایې، هېڅ مشکل دې نشته – ارامه او ډاډمنه فضا درته چمتو ده. نو د کار زمینه اوس ښه برابره ده که هغه وخت چې قدم په قدم به پوستو او ټوپکوالو درنه پیسې اخیستلې؟ د مخکیني نظام پیسه-خوارو او هغوی ته تبلیغ کوونکو – هغه که دلته په افغانستان کې دي که په بهر کې دي – په دې شکل تبلیغ پیل کړی چې طالبان راغلي او افغانستان کې یې کاروبار زیانمن کړی دی. ملته! که داسې فکر له چا سره موجود وي، نو دا به بیخي بې انصافي وي. ګران ولسه! بیداره اوسئ، که خدای کول، زما یقین دی چې په لږ وخت کې به الله جل جلاله له موږ او تاسې مشکلات ختم کړي. الله ته مې ډېر امید دی چې الله پاک به بارانونه راباندې ووروي، او زموږ، د ملت او د خدای جل جلاله دښمنان به په دې کار کې هم شرمنده او ذلیله کړي. دا مې تاسې ته وینا ده چې د دې لوی نعمت شکر ادا کړئ او ناشکري یې مه کوئ.

مجاهدینو او مسولینو ته مې دا وینا ده چې اې محترمینو، کشرانو او مشرانو، د امارت کارکوونکو! له موږ او تاسې سره پروردګار عالم ډیر لوی کمک وکړ، که د دې نعمت شکر ادا نه کړئ، آیا تاسې له دې نه وېرېږئ چې الله تعالی به تر دې [شل کلنې سختۍ] سخت عذاب درباندې راولي؟ ګوره مجاهده وروره، باید پر خپل ولس رحم او ترحم وکړئ، زهیر یې نه کړې. د یتیم په سر یې د ترحم لاس کش کړه. دا هغه ولس دی چې شل کاله یې له تا سره تکلیفونه اوږه په اوږه تېر کړي، ته یې په خپله غېږه کې ساتلی یې. ته له دوی سره ښه چلند کوه، ځوره یې مه، ضرر مه وررسوه، درڅخه مه یې خوابدی کوه، خپلې دروازې دې د ملت پرمخ مه تړه. اوس که ته د دې ملت او د لوی الله بادار شکر ادا نه کړې، ای مجاهده، الله تعالی به تا ته هم سختترین عذاب درکړي.

داسې مه کوه چې دروازې دې په ځان پسې بندې کړې وي، پر ځان دې زنځیرونه او پاټکونه راګرځولي وي، او ولس نشي کولای چې خپلې ستونزې له تا سره شریکې کړي او یا په اساني ستا لیدل ورته مهیا شي. دا خصوصا والیانو او امنیه قومندانانو ته وایم. اې ورووره! تهپخپله فکر وکړه، دې ولس پوره شل کاله په خپله غېږ او کور کې ساتلی یې، څومره ناځواني او نامردي ده چې دوی اوس ستاسې دروازې ته په شواروزو ولاړ وي خو ته دومره موقع نه ورکوې چې خپلې ستونزې درسره شریکې کړي. ده د خپل کور د حرام سرای دروازه ستا پر مخ خلاصه کړې وه، خو د ډېر افسوس ځای دی چې دوی اوس په هفتو او شواروزو ستا دروازو ته ولاړ وي یو خط کاغذ او خپله چیغه ستا تر دره نشي دررسولای ځکه چې ستا پیره داران، زنځیرونه او ساتونکي ولاړ دي او ستا د لیدو اجازه څوک نه لري.

ټولو والیانو، قومندانانو، قاضیانو او مسولینو ته مې دا قاطع امر دی چې د ولس لپاره باید ستاسې دروازې خلاصې وي؛ که مو خلاصې نه کړې، زما دې په الله قسم وي چې د الله د رحمت دروازې به ستاسې پرمخ بندې وي. د دې مسلمان ملت او مجاهدینو خدمت وکړئ. ناشکري مه کوئ. که ته د تېرو چارواکو په څېر کارونه کوې، نو ستا بهتري به په هغوی څه وي؟ چې د الله د نظام ساتنه نه کوې، د دې ولس خدمت نه کوې، د مجاهد خدمت نه کوې، نو ته به څنګه پر الله ګران یې؟ ستا خیال څه دی چې تر څو به په دې ښایسته بنګلو کې ناست یم، تر څو به په دې لویو لویو موټرونو کې ناست یم؟ الله به دې داسې د قدرت په څپېړه ووهي چې فکر به دې هم نه وي کړی، هیڅ تصور به دې یې نه وي کړی. بیا به وایې چې دا څه راوشول. الله دې موږ له داسې کار او انجامه وساتي. کوم خلک چې تر موږ وړاندې دلته وو شل ورځې مخکې به یې فکر هم نه و کړی چې په ارګ یا فلاني ولایت کې به طالب ګرځي – خو الهي فیصله دا وه چې په لسو ورځو کې یې د دوی حکومت پر بل مخ راواړوه. نو که د الله سرکشي دې وکړه، که ولس یې یا مجاهد، الله جل جلاله ته هر څه اسان دي، هر څه درسره کولای شي.

ما ته خبرونه رارسيږي چې په ځينو ځایونو کې یو څوک د چا کور ته واوړي، څوک د چا له دوکانه یو شی غلا کړي. فکر وکړئ، دا مجاهدین نه دي، بلکې دا توپکی دی، غل دی، دا د الله دښمن دی، د مجاهد په څېر یې ځان جوړ کړی دی. ټولو مشرانو ته مې دا امر دی (فرد وي، ډلګی مشر وي او هر څوک چې وي) که له خلکو سره په داسې خیانت ونیول شو، خالي سلاح دې شي او راپور دې حتما ضرورًا ما ته اطلاع راکوي چې فلانی مو په دې جرم نیولی دی.

قاضي صاحبانو ته مې دا هدایت دی چې د خپل ولس پر مخ دې دروازې خلاصې کړي. د خلکو ستونزې په لږ وخت کې حل کوئ. که مشکلات یې ډیر وو، موږ سره دې رابطه کوي. موږ هڅه کوو چې د الله جل جلاله په کومک یې ستونزې حل کړو.

ګرانو وروڼو او مهربان ولسه! بله خبره د هغو کسانو په اړه ده چې په تېر حکومت کې یې کار کړی او اوس یې خبر رارسیږي چې دوی وايي موږ دلته خوندي نه يو. که چېرې له دې خلکو سره د انتقام معامله مجاهدینو کولای، اول چې راغلل او لا نظام معلوم نه و هرڅه یې چې کولای شوای کول یې؛ که یې واژه، تاړه او یا بندي کاوه یې، هره لوبه یې ورسره کولای شوه – خو هېڅ یې هم ورته ونه ویل. د فتحې په ټول دوران کې به څوک دا ثابته نه کړي چې یو کس ته دې هم زیان رسېدلی وي. تاسې ټول د دې شاهدان یاست چې تېر شل کاله پخواني حکومت په دې مجاهدینو څه مشکلات راوستي وو، څومره تکلیفونه یې ورکړل څومره یې وکړول. اوس هم موږ وینو چې له رېګونو د حافظانو او  مجاهدینو جسدونه راایستل کیږي. همدې خلکو په دومره سختیو او تکلیفونو سره په شهادت رسولي وو، خو همدا خلک چې مجاهدینو ونیول، ایا یو یې ویشتلی یا یې ورته تکلیف رسولی دی؟ ایا د بشر په تاریخ کې دومره ګذشت، ترحم او شفقت تېر شوی دی لکه اوس چې مجاهدینو د تېر حکومت له کسانو سره کړی دی؟ موږ یې شل کاله په اور کې سوځولي یو. داسې شواهد له موږ سره شته چې دې کسانو له مجاهدینو په ژوندانه د بدن اعضاء پرې کړي دي، تېل یې پرې اچولي، په ژوندون یې په اور سوځلي دي. داسې سلګونه مثالونه شته. خو کله چې مجاهدین پر دوي مسلط شول، دوی ټول یې وبخښل او عفوه یې ورته وکړه. دې ته ورته مثال څوک په دنیا کې وړاندې کولای شي؟ یوې خبرې ته باید متوجه واوسو: کومو کسانو چې په تېر نظام کې داسې جنایت کړی او له عفوې یې ګټه نه ده اخیستې او بیا هم خپل جنایت او خباثت ته دوام کوي، نو د دې مطلب دا نه دی چې دوی ته به بیا هم عفوه کیږي، دوی ته تر قیامته عفوه نشته، دوی به بیا د خپل جنایت سزا ویني. ګرانو وروڼو او ګران ملته! دې ته متوجه اوسئ چې په دې نامه مو څوک غلط نه کړي.

دولتي ادارې په خپل حال دي، هماغه پخواني مامورین یې ورځنۍ چارې پرمخ بیایي، په ارامه او ډاډمنه فضا کې خپل کارونه ترسره کوي. د دوی پر وړاندې هیڅ مشکل نشته.

بله خبره دا ده چې ځینې کسان د ښځو حقوق ښکته او پورته کوي چې د ښځو حقوق باید پرځای شي، د بشر حقونه باید پر ځای شي او تر څو چې په افغانستان کې همه شموله حکومت جوړ نه شي، دا نظام موږ په رسمیت نه پیژنو.

ایا د بشر حقوق همدا وو چې دوی خلکو ته ورکول؟ ایا د ښځو حقوق هغه وو چې سابقه ادارې ورکول؟ الحمدلله، د ښځو حقوق خو امارت ورکړل، د ښځو عفت یې ور خوندي کړ، ابرو او عزت یې ورخوندي کړ. په ټول افغانستان کې داسې نر نشته چې د یوې ښځې عزت ته په بد نظر وګوري.  اوس هم په افغانستان کې د ښځو تعلیم تر ډېره حده روان دی، او هیله من یم چې نور به هم د داسې زده کړو زمینه برابره شي – په هغه طریقه او چوکاټ کې چې الله جل جلاله یې له خپلو بندګانو غواړي. پر مسلمان (ښځه وي که نر) تعلیم فرض دی. البته الله تعالی له بنده شرعي علم غواړي، پر بنده شرعي علوم حاصلول فرض دي؛ نورو علومو ته که وخت پیدا شي او موقع برابره وي، مشکل نه وي، هر څوک کولای شي چې حاصل یې کړي – په دې شرط چې نور مشکلات ورسره نه وي [تړلي].

ښځې الحمدلله په امن کې دي. د دوی امن به مهم وي. په مخکیني نظام کې موږ او تاسې حالات لیدل چې په نظام او ادارو کې به یې کار کاوه او مشکل به ورته پېښ و. آیا دا د ښځو حقوق دي؟ اوس الحمدلله په هر ځای کې که [ښځې] راوځي، که زده کړو ته ځي، که په صحت کې کار کوي، که کار او خدمت کوي، یا د بچیانو خدمت کوي – په ټولو ځایونو کې محفوظې او په امن کې دي. امید شته هغه نور حقوق به هم چې څه کمزوري پکې وي په هر ځای کې ورکړل شي. [هغه ټول حقوق به ښځو ته ورکول کیږي] چې په هره برخه کې الله تعالی، نبي علیه السلام او شریعت محمدي ورکړي وي. امارت کله داسې کوي چې الله-ورکړي حقوق به [له ښځو] راګرځوي؟

او د افغان شموله حکومت په اړه باید ووایم: هغه حکومت چې تر موږ وړاندې و ایا دا همه شموله یا افغان شموله و؟ په یوه ځاي کې دوو ادارو کار کاوه او په دواړو به خپل خپل پلویان راټول وو. ایا دا همه شموله حکومت و او که دا اوسنی نظام همه شموله دی؟ دا قضاوت باید ولس وکړي چې د اشرف غني نظام همه شموله و او که اوسنی نظام؟

د دنیا همدا قانون دی – که هغه انتخابات وي یا بله کومه لاره – یو ګوند چې ټاکنې وګټي نو پخواني چارواکي له یوې مخې لیرې کوي او په خپل حکومت کې ورته ځای نه ورکوي، خپل خلک راولي. ښکاره ثبوت یې د امریکا اوسنی نظام دی چې پخواني چارواکي یې ټول لیرې او پرځاي یې نوي کسان راغلل. د پخوانیو کسانو ټولې پریکړې یې لغوه کړې او پرځای یې خپل کارونه عملي کړل. په هره اداره کې یې خپل کسان وټاکل. ایا دا همه شموله نظام دی او که د افغانستان، چې هر قوم او هر قشر پکې ځان لیدلی شي؟

غواړم چې د ا.ا.ا په داخلي او بهرني سیاست وضاحت وړاندې کړم:

موږ ټولې نړۍ ته دا ویلي چې موږ به د نورو په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړو او له سره دا پالیسي نه لرو. په هیڅ مجلس کې ما له هیڅ مشر یا کشره دا خبره نه ده اورېدلې چې سره راټول وي او وايي راشئ په فلاني هېواد کې د ناامنۍ یا لاسوهنې په اړه مشوره وکړو. موږ د هیچا د کور او هېواد ناامنه کولو پالیسي نه لرو. سره له دې چې امریکا زموږ پر خاوره تعرض کړی و، زموږ خلک یې شهیدان کړل، موږ د دې توان درلود چې د دوی په خاوره کې عملیات ترسره کړو، خو داسې مو ونکړل. په راتلونکې کې هم نه غواړو چې چا ته ضرر ورسوو، بلکې  موږ په دې هڅه او فکر کې یو چې خپله خاوره اباده کړو او خپل ولس ته خدمت وکړو. موږ خپلو ګاوڼدیانو او لیرې پرتو هېوادونو ته دا ویلي او وایو چې زموږ لخوا تاسې ته کوم تکلیف نه رسېدلی او نه به درورسیږي؛ موږ اوس د خپل هېواد ابادۍ او په خپلو پښو درولو ته فکرمن یو.

کوم نظام یا کوم اداري تشکیل چې زموږ له راتګ وړاندې تېر شوی او حاکم و، ځینې خلک یې تخصصي نظام بولي. خو د دې په څېر فاسد او خراب نظام به د نړۍ په تاریخ کې پیدا نه کړئ. د هغه تشکیل ډېره شکېدلې بڼه درلوده. هیڅ شی یې هم منظم او مناسب نه دی یوځای کړی. هغه وزارتونه چې دوی به ورڅخه عاید درلود د ارګ چاپیره وو او ټولې پیسې به یوازې د اشرف غني په لاسلیک تللې او راتللې.

الحمدلله، کله چې موږ راغلي یو، موږ دې چارې ته منظم کمیسونونه رامنځته کړي تر څو د پیسو لېږد او رالیږد په منظم ډول وڅېړي او هیڅ کومه غلطي پکې رامنځته نه شي. اقتصادي کمیسون مو رامنځته کړ تر څو په دې کار وکړي چې څنګه کولای شو په افغانستان کې شته بانکونه له موجوده ستونزو راوباسي او یو مناسبه حل لاره ورته پیدا کړي. په دې کمیسون کې سوداګر، د اقتصادي چارو کارپوهان او وړ متخصص کسان شته چې شپه او ورځ د افغانستان په اقتصادي مسایلو کار کوي. بل مو سیاسي کمیټه جوړه کړې چې سیاسي امور پرمخ بیایي. همدارنګه تشکیلاتي کمیټه مو رامنځته کړې چې هغه د اسلامي امارت په تشکیلاتي برخو، د مامورینو په معاشاتو او په نورو مسایلو کار کوي.

موږ شپه او ورځ په ځان یوه کړې تر څو د خلکو هغه ستونزې هوارې کړو چې زموږ له بشري توانه پوره دي. ګڼ شمېر کسان په پورته یادو شویو او نورو کمیسونونو کې د دې هدف لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. موږ د ولس د خدمت لپاره رسمي او غیررسمي وخت په نظر کې نه دی نیولی، بلکي تل د دوی په خدمت کې یو. له الله جل جلاله د لا زیات خدمت توفیق غواړو. همدارنګه ولس ته دې هم الله جل جلاله دا توفیق په نصیب کړي چې د دې لوی نعمت شکر ادا کړي او د دې عظیم نعمت ناشکري ورڅخه ونه شي. له تاسو مو دا هیله ده چې د خپل اسلامي نظام ترڅنګ ودریږئ، د هېواد او اسلام دښمنانو ته دا موقع مه ورکوئ چې په خپلو منفي تبلیغاتو مو اغیزمن کړي.

په پای کې مې له ټول ولس او مجاهدینو دا غوښتنه ده چې د دې اسلامي نظام په جوړښت او پایښت کې له یو بل سره اوږه په اوږه ودریږئ او په ګډه د یوې ښې راتلونکې لپاره کار وکړئ. ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوم چې موږ ستاسې په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو او له تاسو سره د ښو اقتصادي اړیکو پالل غواړو. له ټولو نړیوالو مرستندویه ټولنو مو دا هېله ده چې له افغانستانه بشري مرستې ونه سپموي او په دې سختو شرایطو کې د افغانانو [لاسنیوی] وکړي.

والسلام

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته