تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ملت د جمهوریت په دفاع کې

۱۵- کابل / د سلواغې ۱۱ مه / باختر
په دغو ورځو کې د موقت حکومت خبره مطرح شوې ده او یو شمېر سیاستوال او ځانګړې کړۍ ورته سخته لمن وهي. د موقت حکومت خبره د افغانستان له اساسي قانون سره اړخ نه لګوي او له دې امله ملت د جمهوریت په دفاع کې کلک ولاړ دی.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
موږ تل وایو چې اوس افغانستان د یو نظام خاوند دی، داسې نظام چې د دموکراسۍ پر اصولو ولاړ دی او اساسي قانون یې حقوقي بنسټ دی. د افغانستان اساسي قانون د خپلو ارزښتونو او اصولو له مخې په سیمه کې یو له ډېروښو قوانینو دی. د نظام څرنګوالی هم په اساسي قانون کې په بشپړ ډول تعریف شوی دی. که موږ اساسي قانون را واخلو او له لومړۍ مادې تر وروستۍ یې ولولو؛ نو په هېڅ کومه ماده کې د موقت حکومت یادونه نه ده شوې.
افغانانو په تېرو څلورو لسیزو کې دوه موقت حکومتونه تجربه کړل. لومړی موقت حکومت په پاکستان کې جوړ شو او داسې حکومت و چې د محمد اشرف غني په وینا جمهوررییس او صدراعظم سره په جګړه کې ښکیل وو. هغه یو ناکامه تجربه وه او هېواد یې له یو ستر او خطرناک بحران سره لاس او ګرېوان کړ چې تر ننه دوام لري.
د پردیو په لاس جوړ شوی حکومت پر افغانانو وتپل شو او حکومت هم داسې جوړ شوی و چې غړي یې باید یو له بل سره په جګړه کې ښکیل شي.
دویمه تجربه هم د بُن له کنفرانسه وروسته وه؛ خو د دغې دویمې تجربې موخه دا وه چې د نظام جوړولو ته لاره پرانیستل شي، اساسي قانون تصویب شي او حاکمیت ملت ته وسپارل شي. دا کار وشو.
لکه پورته چې وویل شول؛ اوس افغانستان د نظام خاوند دی او دا نظام د اساسي قانون په رڼا کې جوړ شوی دی او په اساسي قانون کې ملي حاکمیت تعریف شوی دی او ښه په زغرده لیکل شوي دي چې ملي حاکمیت په ملت پورې اړه لري.
اوس افغانان نه غواړي هغه پخوانۍ ترخه تجربه تکرار کړي او بیا د واک پر سر وینې تویدو ته لاره پرانیزي. همدارنګه د نظام د جوړولو لپاره هم موقت حکومت ته اړتیا نشته؛ ځکه چې موږ نظام لرو. منو چې دا نظام نیمګړتیاوې لري، ستونزې لري؛ خو د نیمګړتیاوو او ستونزو شتون دا مانا نه لري چې موږ دې نظام ړنګ کړو او هرڅه دې له صفره پيل کړو.
زموږ په تېر تاریخ کې یوه غټه ستونزه دا ده چې په بېلابېلو پړاوونو کې مو تر یو ځایه وړاندې تګ کړی دی، بریاوې مو ترلاسه کړې دي؛ خو له بده مرغه بیا مو بېرته شاتګ کړی دی او ترلاسه شوې بریاوې مو په اوبو لاهو شوي دي. افغان ولس دا ځل نه غواړي دا ترخې تجربې تکرار کړي؛ نو ځکه ټول ملت د جمهوریت په دفاع کې ولاړ دی او ښه په کلکه ولاړ دی.
که د سولې خبره مطرح وي؛ نو دا باید د اوسني نظام په رڼا کې وي، د جمهوریت په رڼا کې وي، د هغو لاسته راوړنو په رڼاکې وي چې افغان ولس په تېرو دوولسیزو کې ترلاسه کړي دي.
د موقت حکومت طرحه په حقیقت کې د افغانستان د ورانولو او ویجاړولو طرحه ده، د افغانستان د نظام د ړنګولو طرحه ده او د واک پر سر یوې بلې خطرناکې جګړې ته د لارې پرانیستو طرحه ده. دا طرحه مردوده ده او ملت د جمهوریت په دفاع کې ولاړ دی.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته