امنیت

ملي اردو د قندهار- ميوند لويه لاره بيارغوي

کابل / د کب ۵ مه / باختر
ملي اردو د قندهار- ميوند ولسوالۍ لويې لارې د بيارغولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
د دغې لويې لارې زياتره برخې د وسله والو طالبانو د ښخ کړاى شويو ماينونو د چاودنو له کبله ويجاړې شوې دي چې له امله يې موټر چلوونکو ته زياتې ستونزې پيدا کړې دي.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل: فني کارکوونکو او پوځيانو لاس يو کړى چې دغه لويه لاره بیا ورغوي.
همدا اوس کاري ډله د دغې لويې لارې د بيارغاونې په موخه په کار بوخت دي.
دغه لويه لاره له زياتې مودې رادېخوا د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې وه او اوس دغه لويه لاره د پوځيانو په نويو عملياتو کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو چلوونکي وايي چې د دغې لويې لارې د خرابوالي له امله له زياتو ستونزو سره مخ دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته