ورزش

مملې لوبډلې په ننګرهار د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

کابل / د وږي ۲۳مه / باختر
د ننګرهار په خوږیانو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال پيل شوې سیالۍ د مملې لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د معلوماتو له مخې؛ یادې سیالۍ د اسلامي امارت د بریا د ویاړ په مناسبت جوړې شوې وې چې لومړی مقام یې مملې لوبډلې او دوهم مقام یې قیلغو لوبډلې ترلاسه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د دغه ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې هم د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۳۰ اوریزې سیالۍ پيل شوې دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته