ټولنه

مهترلام بابا زيارت ته غځېدلی سړک تر پخيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

کابل- باختر د چنګاښ د مياشتې ١٤مه :
مهترلام بابا زيارت ته غځېدلی دوه کيلو متره سړک چې د پخولو چارې يې بشپړې شوې وې، پرون د لغمان د والي، د ولايتي شورا د استازو، يو شمېر نورو چارواکو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ځوانانو له لوري د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د خپلو خبرو پرمهال د دغه سړک د اساسي جوړیدو له امله دسیمې او لغمان اوسیدونکو ته دمبارکۍ د ویلو ترڅنګ وویل چې پرمختیايي بهیر ته يې پاملرنه د کاري لومړیتوبونو په سرکې ځای لري، که ولس ورسره د ډاډمن امن په ټېنګښت او د ټولګټو پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي نو رغنیز انکشاف ته به په مرکز او ولسوالیو کې د ولسي غوښتنو او لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره پراختیا ورکړي.
همداراز د لغمان والي هغه کسان او ګروپونه چې د ټولګټوپروژو دتطبیق پر وړاندې خنډونه پيدا کوي ،عامه تاسیسات ورانوي،دبېګنا انسانانووینه تویوي، تروریستي او وران کاره کړنې ترسره کوي دهېواد او خلکو ستر دښمنان وبلل او دداسې کړیو او ګروپونو په وړاندې چوپتيا يې دنظام،ولس او خاورې سره ستر خیانت وباله او په ټولو يې غږ وکړ چې په پوره یووالي دهر وران کاري، غله، ترویست، قاتل، ظالم او ناروا پر وړاندې یوموټی او له ملي ځواکونوسره په رغنده همکارۍ د هغوی دشومو او کرغیړنو موخو مخه ونيسئ.
دسیمې قومي مشرانو، حاجي جان اغا، ملک شیرین اغا او ظابت سلیم هم په خپلو خبروکې دسیمه ییزې ادارې دژمنو هڅو او کوښښونو څخه دمننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې دلغمان او په خاصه توګه دعمرزیو ولسونه يې ترشا ولاړدي او په پوره قوت سره به دنظام دهرې ملي کړنلارې او تګلارې په تطبیق کې همکاري وکړي.
استاد عمران الله خنجر او د ولایتي شورا غړي حاجي عتیق الله عبدالرحیمزي بیا په خپلو خبرو کې ټول یووالي،علم،پوهي او له نظام سره همکارۍ ته راوبلل او یاده يې کړه چې یووالی ،علم ، پوهه او له نظام سره رغنده همکاري کولی شی زموږ ستر هېواد او خلک له روان بحران راوباسي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته