سیاست

مولوي امان الدين منصور دهوايي ځواکونو د قوماندان په توګه معرفي شو

کابل /د ليندې ١٦مه /باختر
مولوي امان الدين منصورنن د افغانستان د هوايي ځواکونود عمومي قوماندان په توګه معرفي شو اوپه کاريې پيل وکړ.
باختراژانس د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون له خولې خبرورکړ د وسله وال پوځ لوى درستيز قاري فصيح الدين فطرت د افغانستان دهوايي ځواکونو د قوماندان د معرفي کولو په مراسمو کې هېواد ته د افغاانستان د هوايي ځواکونو د پيلوټانواوخدمې د راستنېدوغوښتنه وکړه.
د وسله وال پوځ لوى درستيز زياته کړه، دافغانستان دهوايي ځواکونو پيلوټان اوخدمه چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته له هېواد څخه بهر تللي دي کولاى شي افغانستان ته راستانه شي اوهيڅ خطر هغوى نه ګواښوي.
دهوايي ځواکونو نوى قوماندان مولوي امان الدين منصورهم وويل چې د افغانستان هوايي ځواکونه په ژمنې اوغوڅې ارادې سره خلکوته خدمت کولوته چمتو دى.
داپه داسې حال کې دى چې د پخواني حکومت نسکورېدوسره د افغانستان د هوايي ځواکونوزياتره پيلوټان اوخدمه له هېواد څخه ووتل اويوشمېر الوتکې او تجهيزات يې له ځان سره يوړل.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته