سیاستTOP

مولوي عبدالسلام حنفي: موږ اړمنو کسانو ته د مرستې په رسولو کې د شفافیت، ځواب ورکونکي او د څارنې بهیر له توپیر پرته د عادلانه وېشلوغوښتنه کوو

کابل /دمرغومي ۲۲مه /باختر
د( بشردوستانه مرستو د همغږۍ عالي کمیټې ) غونډه نن د مالیې په وزارت کې جوړه شوه.
د باخترآژانس د خبریال د خبر له مخې، په دې غونډه کې د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې یو شمېرغړو او د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر مسوولینو، د ملګروملتو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او په افغانستان کې د بشر دوستانه چارو همغږۍ کوونکی رمیزالکبروف او د نړیوالو بنسټونو یو شمېر استازو پکې هم ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د نړیوالې ټولنې له همکاریو او بشردوستانه مرستو قدرداني وکړه او اړمنو کسانو ته د دغو مرستو په وېشلو کې پر زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
مولوي عبدالسلام حنفي له نړیوالو مرستندویو بنسټونو وغوښتل چې د مرستو په رسولو کې له دغې کمیټې سره په همغږۍ کې له حکومتي موجودو ظرفیتونواستفاده وکړي چې د بشردوستانه مرستو شفافیت او اغیزمنتوب تامین شي او په اړمنو کسانو د مرستو په وېشلو کې د هر راز استفادې غوښتنې مخه ونیول شي.
مولوی عبدالسلام حنفي څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت اړمنو کسانو ته د مرستې رسولو د اغیزمنو لارو چارو او د عمل په ازادۍ سره له توپیر او تفکیک پرته د عادلانه وېشلو له بهیر څخه د شفافیت ځواب ورکوونکې څارنې د بهیر غوښتنه کوي او د ۴،۴ ملیاردو ډالرو په ارزښت د ۲۰۲۲ میلادي کال لپاره د ملګرو ملتو سازمان د نوې غوښتنې هرکلی وکړ.
دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتوسازمان د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال او د بشردوستانه چارو همغږۍ کوونکی رمیز الکبروف په خپلوخبرو کې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د دغه سازمان د مرستو وېشلو بهیر د دوام ډاډ ورکړ او د ملګرو ملتوسازمان د بنسټونو د امنیت په تامینولو کې د اسلامي امارت له همکاریو مننه او قدرداني وکړه.
د مالېې وزارت سرپرست او د اقتصاد وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست هم د نړیوالې ټولنې د بشر دوستانه مرستو مننه وکړه او له مرستندویو بنستونو سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته