سیاست

مولوي عبدالغني فايق د بدخشان د نوې والي په توګه معرفي شو

کابل /د ليندې ٢مه /باختر
د اميرالمومنين ملا هيبت الله اخند د فرمان له مخې؛ د دوحې د مرکچي هيئت غړى مولوي عبدالغني فايق نن د ملي دفاع د لوى درستيز مولوي محمد فسيح الدين فطرت، د کورنيوچارو وزارت معين مولوي محمدمحسن ، د پخواني والي مولوي امان الدين منصور او د ٢٠٩ الفتح قول اردو د مرستيال په توګه د بدخشان د نوې والي په توګه معرفي شو او په کار يې پيل وکړ.
د بدخشان نوې والي مولوي عبدالغني فايق د بدخشان د پخواني والي مولوي امان الدين منصور کارونه وستايل اوژمنه يې وکړه چې د بدخشان ځوريدلې خلکو ته به د خدمت کولو لپاره له هيڅ راز هلوځلوڅخه ډډه ونه کړي اود بدخشان د سيمه ييزو اداروله مسوولينو يې وغوښتل چې خلکو ته د خدمت کولو په لاره کې د اسلامي لارښوونواوټولنيز عدالت پربڼسټ له هغوي سره جدي همکاري وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته