امنیت

مولوي غوث الدين د مزارشريف قول اردو د شپږم سرحدي لوا د قوماندان په توګه وټاکل شو

کابل /د لړم ٤مه /باختر
مولوي غوث الدين پرون د مزارشريف قول اردو د ٦ سرحدي لوا د قوماندان په توګه معرفي شو اوپه کار يې پيل وکړ.
د مزارشريف قول اردو يو امنيتي مسوول باختراژانس ته وويل: په هغومراسموکې چې په همدې مناسبت پرځاى شوى و، مولوي غوث الدين ژمنه وکړه چې خلکوته د خدمت کولو په لاره کې به له هيڅ رازهلوځلوڅڅه ډډه ونه کړي.
هغه وويل، په دغو مراسموکې مولوي عبدالشکورچې د دغې لوا د مرستيال په توګه ټاکل شوى دى وينا وکړه او ويې ويل چې هېواد ته د خدمت کولو په لاره کې تر وروستى سلګي پورې هلې ځلي کوي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته