امنیت

ناټو دکابل په وروستي ځانمرګي بريد کې دخپلو شپږو تنو کارکوونکو وژل کيدل تاييد کړل .

 

-کابل باختر د ثور اوه ويشتمه :

 ناټو تاييد کړه چې په کابل کې په پروني ځانمرګي بريد کې دوه تنه سرتيري او څلور تنه نظامي قراردادي کارکوونکي يې وژل شوي دي .

 په دې بريد کې چې پرون سهار دکابل ښار دشاه شهيد په سيمه کې وشو پنځلس تنه ووژل شول او څه ناڅه دري څلويښت تنه نور ټپيان شول .

ددغې پيښې زياتره قربانيان او ټپيان دماشومانو او ښځو په ګډون ملکي وګړي دي .

 ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره تاييد کړه چې ددغې پيښې په قربانيانيو کې ددغه سازمان دوه تنه سرتيري او څلور تنه بهرني قرارداديان  هم  شامل دي .

 په دې خبر پاڼه کې په افغانستان کې دناټو دلوى قوماندان جنرال جوزف دانفورد له خولې ويل شوي دي چې ددغې پيښې په قربانيانو کې بې ګناه افغان ښځې او ماشومان هم شامل دي .

 په کابل کې دپروني ځانمرګي بريد مسووليت دګلبدين حکمتيار  په مشرۍ اسلامي ګوندپه غاړه واخيست .

 له دغې پيښې وروسته چې زيات شمير ملکي وګړي پکې قرباني شول.

 جمهور رييس کرزي ددغې پيښې  عاملين وغندل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته