سیاستخبرونهامنیت

ناټو: ډاد ورکوو چې افغانستان هېڅکله د نړيوال تروريزم په امن ځاى بدل نشي

۳۰- کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
ناټو په يوه بيانيه کې ويلي دي چې د افغانستان پر وړاندې د دغه سازمان دریځ نه دى بدل شوى.
د ناټو په بيانيه کې راغلي دي: موږ په کابل کې د قوماندانۍ په مرکزونو او څلورو سيمه ييزو قرارګاوو کې د زده کړې، مشورې ورکولو او د مرستې ماموريت ترسره کوو.
په بيانيه کې ويل شوي دي چې دغه سازمان دايمي سولې ته د رسېدو په خاطر د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره مرسته کوي او ډاډ يې ورکړى دى چې افغانستان هېڅکله د نړيوال تروريزم په امن ځاى بدل نشي.
په بيانيه کې راغلي دي: ناټو په افغانستان کې د سولې بهير ملاتړ ته دوام ورکوي او موږ د سولې بهير د يوې برخې په توګه چمتو يوو چې له شرايطو سره سم خپل شتون تعديل کړو.
په بيانيه کې دغه راز زياته شوې ده: په راتلونکو مياشتو کې به موږ په افغانستان کې د موجودو شرايطو له مخې د خپل شتون ارزونې ته دوام ورکړو، د ناټو د دفاع وزيران د روان ميلادي کال د فبرورۍ په غونډه کې به، په افغانستان کې زموږ د شتون په اړوند خبرې وکړي. هر تګلوری چې وټاکو؛ مهم دى چې دا کار له يو بل سره په ګډه او همغږۍ ترسره کړو.
د امريکا متحدو ايالاتو پخوا اعلام کړى و چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر۲۵۰۰ ته راټیټ کړي.
هغوى دغه راز څرګنده کړه چې د توان تر پولې پورې به د غوڅ ملاتړ ماموريت ته دوام ورکري.
پاى \ ذ\ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته