امنیت

ناپېژاندو وسله والو په خوست کې درې محصلین ووژل

کابل/ د غبرګولي١٥مه / باختر
د خوست د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې ناپېژاندو وسله والو نن سهار د دغه ولایت د صبریو ولسوالۍ په یعقوبیو سیمه کې پر سراچه موټر ډزې وکړې چې له امله یې درې محصلین وژل شوي دي.
د خوست د امنیې قومندانۍ ویاند نجیب احمد نجیب وايي چې دغه محصلین پوهنتون ته پر لاره وسله وال بريد کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغه برید کې یوه میرمن ټپي شوې ده.
په ورته وخت کې د خوست په ټڼیو ولسوالۍ کې نن ١٠ بجې د پولیسو پر رنجر موټر وسله وال برید کې دوه پولیسان شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د امنیې قومندانۍ ویاند نجیب احمد نجیب وايي چې پولیسان د سور کوټ سیمې ته د ځنګل وهنې د مخنیوي لپاره روان وو، چې په لاره کې له وسله وال برید سره مخ شول.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته