ټولنه

ناپېژاندو کسانو په روزګان کې یو لیکوال وواژه

کابل / د زمري ۱۴مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه د روزګان په چورې ولسوالۍ کې د عبدالله عاطفي په نوم لیکوال له کوره ویستلی او بیا یې وژلی دی.
ځايي سرچینې وايي چې عاطفي لومړی شکنجه شوی او بیا وژل شوی دی؛ خو لا معلومه نه ده چې عبدالله عاطفي چا او ولې وواژه؟
عبدالله عاطفي په انجینرۍ او اقتصاد کې دوې ماسټریانې لرلې او د “شرق السلطان لرغوني پښتانه عبریان” په نوم یې یو تاریخي کتاب په ۱۳۰۰ مخونو کې چاپ شوی او زیات شمېر ناچاپ آثار هم لري.
د روزګان امنیې قومندانۍ هم د پېښې پخلی کړی.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته