کابل / د وږي ۲۲ مه / باختر
د ننګرهار غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د ګلبهار کرکټ سنټر د ثبت کلپونو (انټرکلپ) دېرش اوريزې سيالۍ پيل شوې.
د ننګرهار اطلاعاتو فرهنګ ريیس مولوي محمد حنيف او د کډوالو چارو ریيس مولوي محمد مدثر همراز د لوبو د پرانیستې په مراسمو کې د کرکټ لوبغاړو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
دوی ځوانان وهڅول چې د نوي نظام ملاتړ وکړي او د چارو په سمون کې مسوولينو سره همکاري وکړي.
ن/ر
1 د یوې دقیقې څخه لږ