امنیت

نهه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
نهه تنه پاکستاني طالبان د افغانستان په ختيځ کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه نن د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ د ډيورندکرښې په اوږدوکې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د افغانستان د سرحدي پوليسو په يوه پوځي قرارګاه بريد وکړ.
د سرحدي پوليسو د قوماندان د څرګندونو له مخې: وژل شوي طالبان د شمالي وزيرستان او د پنجاب اوسيدونکي دي.
خبرځاى زياته کړه چې پوځيانو له دغې نښتې وروسته د پاکستاني طالبانو يوه اندازه سپکې او درندي وسلې ترلاسه کړې.
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي چې يرغلګر د پاکستاني پوځيانو د قرارګاه ترڅنګ د ډيورند له کرښې واوښتل او دافغانستان دسرحدي پوليسو په قرارګاه يې بريد وکړ.
دسيمې د دغو اوسيدونکو دڅرګندونو له مخې: يرغلګر د سر د زيات زيان له ورکولو وروسته بېرته د ډيورندکرښې اخوا ته وتښتيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته