امنیت

دسمنګانو دامنيه قوماندانۍ دپوليسو منسوبين وستايل شول

کابل باختردمرغومي د مياشتې  ١٨:
دسمنګانو ولايت  دامنيې قوماندانۍ څه ناڅه  شل تنه منسوبين چې دامنيت په تامينولو او دورسپارل شويو دندو په ترسره کولو  کې يې وړتيا ښودلې وه ، دکورنيو چارو  وزارت له خوا وستايل شول.
دسمنګانو ولايت  دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالمنيررحيمي  باخترآژانس ته وويل  چې په دې دوره کې دسمنګانو ولايت دپوليسو دقطعاتو  څه ناڅه  شل تنه امرين  او دبيلابيلو څانګو مديران  وستايل شول او دغه بهير دوام کوي چې دپوليسو دقطعاتو نور منسوبين  چې ددندوپه ترسره کولو کې  وړتيا لري دهغوي فعاليتونه زيات  او وستايل شي.
ده زياته کړه  چې د کورنيو چارو وزارت يو هييت له يوې اوونۍ را په دې خوا په سمنګانو کې دى او ددغه ولايت بيلابيلې امنيتي څانګې  ګوري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته