خبرونهامنیت

نهه شپېته طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر

په بادغيس کې له تېرې شپې راپدېخوا ۶۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ځانګړو عملياتو قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې کومانډویانو له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د هوايي ځواکونو په ملاتړ د بادغيس د مرکز په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پر سيمو عمليات ترسره کړل چې په پايله کې  ۶٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٣ نور یې ټپيان شول.

په وژل شويو او ټپيانو کې د وسله والو طالبانو مهم غړي هم شامل دي.

خبرځاى زياته کړه چې عمليات لا هم دوام لري او وسله وال طالبان ډېر ژر له قلعه  نوښار څخه شړل کېږي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته