کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
نهه وسله وال طالبان تېره شپه په بلخ کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د بلخ د چاربولک ولسوالۍ په بزتپې او ګورتپې ساحو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړو کې ووژل شول.
رضايي زیاته کړه چې په دغو جګړو کې ۵ نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
پای/ع
4 د یوې دقیقې څخه لږ