امنیت

نهه طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل / د وري ۳ مه / باختر
د يو سرګروپ قاري غلام نبي په ګډون ٩ وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د فارياب د قيصار او خواجه سبزپوش ولسواليو په ځينو سيمو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړو کې وژل شوي دي.
رضايي زياته کړه: په دغو جګړو کې د يو بل سرګروپ کامياب په ګډون ٧ وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن درې موټر ويجاړ او څو جنګي وسايل ترلاسه شول.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته