امنیت

نهه وسله وال طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل / د وري ٢٨مه/باختر
نهه وسله وال طالبان تېره شپه په بلخ کې له افغان ځواکونوسره په جګړو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د بلخ ولسوالۍ د حاجي توره شاه په کلي او د نهر شاهي ولسوالۍ د جوي افغان په کلي کې له امنيتي او دفاعي ځواکونوسره په جګړو کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه چې په دغو جګړو کې ١١ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې ؛ ٤وسله وال طالبان د بلخ ولسوالۍ د شرشرک په کلي کې د کوماندو ځواکونوپه عملياتوکې ونيول شول او د ١٠٠مترو په اوږډوالي د طالبانو يو تونل چې په سيمه کې د ملي اردو په بيز د يرغل په وخت کې کيندل شوې و،هم کشف او ويجاړ شو.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته