امنیت

نهه ويشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

٢٠- کابل / ليندى ١٧مه /باختر
نهه ويشت وسله وال طالبان په قندهار کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه په ارغنداب ولسوالي کې د افغان ځواکونو پر پوستو د يرغلګروله ډله ييزو بريدونو وروسته ونښتې .
د ځانګړو عملياتو قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د افغان ځواکونو پرپوستو د يرغلګرو د بريدونو په وخت کې هوايي او ځمکنيو ځواکونو په ګډه پر يرغلګرو بريدونه وکړل.
دغه قول اردو په دې بريدونو کې د طالبانو د ډلې د درېو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون د ٢٩ وسله والوطالبانو وژل کېدل تاييد کړ او ويې ويل چې يوشمېر نورطالبآن ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته