خبرونهټولنه

نورستانۍ ښځو ته مناسب کاري فرصتونه نه دي برابر شوي

کابل / د چنګاښ ۲۳مه / باختر

نورستانۍ ښځې وایي چې د دغه ولایت په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو لپاره مناسب کاري فرصتونه نه دي برابر شوي.

د نورستان د وایګل ولسوالۍ اوسېدونکې اسما وايي چې زده کړې یې کړي، خو بیا هم کار ورته نه پیدا کېږي، نو ځکه اړ شوې چې له مېړه سره په کروندو کې درانه کارونه وکړي.

عائشه چې د نورستان په مرکز پارون کې ژوند کوي، وایي چې که څه هم تعلیم نه لري؛ خو په وینا یې په نورو ولایتونو کې ډېر داسې کاري فرصتونه شته چې نالوستې مېرمنې یې هم کولای شي؛ خو دوی ته په نورستان کې ورته کاري فرصتونه نه دي برابر شوي.

په ورته وخت کې د نورستان د ښځو چارو رییسه ډاکټره ریتا علي هم مني چې نورستان کې د ښځو لپاره مناسب کاري چاپېریال نشته.

هغه وايي چې په دغه ولایت کې دې د ښځو لپاره پر ښوونیزو پروګرامونو سربېره د حرفوي زده کړو زمینه برابره شي.

ریتا وايي چې نورستانۍ ښځې له غرونو لرګيو راوړلو او په کروندو کې کار کولو ته ځکه اړ کېږي چې په دغه ولایت کې د ښځو لپاره مناسب کاري فرصتونه نه دي برابر شوي.

که څه هم د نورستان په رسمي ادارو کې د ښځو برخه کمه رنګه ده؛ خو د کرنې ریاست مسوولین وایې چې نورستانیو ښځو ته یې ۵۰۰ کورني بڼونه جوړ کړي چې وکولای شي خپل تازه تولیدات بازار ته وړاندې کړي.

نورستان د افغانستان په ختیځ کې غرنی ولایت دی چې زیات شمېر ښځې یې له پخوا راهیسې درانه کارونه کوي؛ خو اوس دوی له دولت غواړي چې د نورو ولایتو په څېر کاري فرصتونه ورته برابر کړي چې له درنو کارونو خلاصې شي.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته