کابل باختردسلواغې نهه ويشتمه :
نولس تنه ډار اچوونکي پرون دهېوادپه يوشمير ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دغه عمليات دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول . چې په نتيجه کې دطالبانو ديوسيمه ئيز قوماندان په ګډون څوارلس تنه ډار اچوونکي طالبان او پنځه تنه داعشيان ووژل شول . او دوسله والو طالبانو ديوسيمه ئيز قوماندان په ګډون درې تنه ټپيان شول . او څلور تنه داعشيان ونيول شول .
دغه عمليات دهېواددهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ دننګرهار ، کاپيسا ، پکتيکا ، ميدان وردګو ، روزګان ،فراه ، فارياب ،بغلان ، کندز ، او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
4 د یوې دقیقې څخه لږ