Uncategorized

نولس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
د قندهار په درېو ولسواليو کې تېره شپه ۱۹ وسله وال طالبان په هوايي بریدونو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هېواد هوايي ځواکونو د قندهار په ارغنداب، ژيړي او پنجوايي ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر غونډو بريدونه وکړل چې په پايله کې ١٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور یې ټپيان شول.
امان زیاته کړه: په یادو بريدونو کې د وسله والو طالبانو ۴ موټرسايکلونه، يو دوربين او جنګي وسایل له منځه یوړل شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته