کابل/ د لیندۍ٣٠مه/ باختر
افغان پوځيانو په هلمند کې په بمونو بار يو موټر بم په شنډولو سره پر يوې پوځې قرارګاه د بريد مخه ونيوله.
نن له غرمې مخکې په بمونو بار يو موټر چې ويل کېږي د ناوې ولسوالۍ د قرارګاه پر وړاندې وچول شي هدف ته له رسېدو مخکې د پوځيانو په ډزو کې له منځه يووړل شو.
د هېواد په جنوب کې د ميوند قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي؛ وسله والو طالبانو غوښتل له دغه موټر څخه په استفادې سره د پوځيانو پر يوې قرارګاه بريد وکړي، خو بريالي نه شول.
د دغه موټربم په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ شکريه \ ذ
19 د یوې دقیقې څخه لږ