امنیت

نوى خبر

کابل/ د زمري ١٣ مه / باختر
د باميانو لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي ووژل شو.
د باميانو لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي له ٤٠ نورو طالبانو سره پرون ماښام د سمنګانو په دره صوف کې ووژل شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل؛ چې د باميانو لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي مولوي انس له خپلو ٤٠ ملګرو سره د کوز او بردره صوف ولسواليو ترمنځ پوله کې په هوايي بريد کې ووژل شو.
رضايي زياته کړه: په دې هوايي بريد کې ١٣ نور وسله وال طالبان ټپيان او د هغوي ١٥ موټر او زياته اندازه جنګي وسايل له منځه يوړل شو. مولوي انس د بر او کوز دره صوف په ولسواليوکې د جګړې مسووليت پرغاړه درلود. \ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته