سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

نوی زېږدیز کال او د افغانستان لومړیتوبونه

کابل/ د مرغومي ۱۲مه/ باختر

نن د نوي ۲۰۲۱ زېږدیز کال لومړۍ ورځ ده. که څه هم د  افغانستان رسمي تقویم، هجری لمریز دی او نوی کال هم د وري پر لومړۍ پیل کېږي؛ خو له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پراخو اړیکو او به تېره بیا د نړیوالو مرستندویانو مرستو ته په کتو، ځیني او په ځانګړې توګه مالی چارې د زېږدیز تقویم له مخې ترسره کېږي. د بېلګې په توګه د افغانستان مالي کال هم له مرغومي پیل کېږي او بودجه د مرغومي له لومړۍ د بل لمریز کال د لیندۍ تر پایه تصویبېږي. د دغه ټکي په پام کې نیولو سره، موږهم اړتیا لرو چې په تېرزېږدیز کال کې خپلو چارو ته کتنه وکړو، هغه وارزوو او په نوي کال کې خپل لومړیتوبونه وټاکو.

د باختر آژانس مفسر په نوي  ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان لومړیتوبونو ته کتنه کړېده او لیکي:

تېر۲۰۲۰ کال، چې پرون یې وروسته ورځ وه، د افغانستان لپاره له ننګونو ډک کال و؛ خو له ټولو ننګونو او ستونزو سره سره، نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د خپل ملاتړ او مرستو پر دوام ټینګار وکړ. په ژنیو کې جوړشوي نړیوال  کنفرانس له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پخلی وکړ او ګڼو نړیوالو مرستندویانو له افغانستان سره د مرستو ټټر وواهه او په دې اړه یې خپلې ژمنې نوې کړې. که ټاکل شوې وي چې موږ په تېر کال کې د افغانستان حکومت پر بریاوو بحث وکړو؛ نو له شک پرته د ژنیو کنفرانس د حکومت تر ټولو ستره بریا ده. دا بریا یو شمېر شرطونه هم لري؛ یا پر بلې وینا نړیوالې ټولنې د افغانستان حکومت ته کورنۍ دنده ورکړېده چې باید هغه په ښه توګه سرته ورسوي.

هغه ستر لومړیتوبونه چې د افغانستان حکومت او ټول افغانان باید د هغوی د تحقق لپاره کار وکړي، کوم دي؟ له هر راز شک پرته تر ټولو ستر لومړیتوب، له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرو پرمخ بیول، د اوربند ټینګول او د تلپاتې سراسري سولې په اړه یو هر اړخیز توافق ته رسېدل دي. ښایي دا مبالغه نه وي که وویل شې چې د جګړې  درول او تلپاتې سراسري سولې ته رسېدل تر ټولو ستر لومړیتوب دی. سوله، امنیت او ثبات د نورو ټولو چارو د سرته رسولو لپاره شرط دی. اوس یو ښه تاریخي فرصت برابرشوی دی چې په جګړه کې ښکیلې خواوې یو هراړخیز توافق ته ورسېږي. په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو دویم پړاو ښایي څلور ورځې وروسته پیل شي. دواړو لوریو د خبرو د پرمخ بیولو طرزالعمل تصویب کړی دی او اوس د خبرو لپاره یو حقوقي چوکاټ برابر شوی دی. څرګنده ده چې د خبرو د اجنډا په اړه بحث او د اجنډا تصویبول به د خبرو د دویم پړاو اصلي موضوع وي. د افغانانو هیله اوتمه دا ده چې د اوربند ټینګول د اجنډا په سرکې ځای ونیسي.  له دغه تاریخي فرصته ګټه اخیستل د ټولو خواوو ملی او اخلاقي مسوولیت دی.

دویم ستر لومړیتوب، د کرونا پر خلاف مبارزه ده او د خلکو د ژوند ژغورل دي. د کرونا دویمه څپه پیل شوېده او له بده مرغه خلک د کرونا ګواښ دومره جدي  نه ګڼي. د افغانستان اقتصادي او مالي وضعیت او همدارنګه د روغتونونو تجهیزاتو ته په کتو، موږ باید پر وقایي تدابیرو ډېر ټینګار وکړو. د کرونا پر خلاف مبارزه هم د ټولو ګډ ملي مسوولیت دی.

درېم ستر لومړیتوب، د دولتي بنسټونو پیاوړي کول، د فساد پر خلاف مبارزه، د شفافیت تامینول، ښه حکومتولي، د عدالت بسیاکول اود خلکو د ژوند د کچې لوړول دي. موږ د یوژمن ملت په توګه باید په دغه نوي کال کې خپل مسوولیتونه په ښه توګه سرته ورسوو، د ځان بسیاینې پر لور  ګامونه واخلو، له نړیوالو مرستو ښه او اغېزمنه ګټه واخلو، هېواد له اوسني کړکېچه وباسو او د پرمختګ لارې ته یې برابر کړو.

ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته