۱۰۰ ورځې

تبصره

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
په ولايتونوکې د جمهوري رياست د نوماندانو څرګنديدل د دې کار ښکارندوى دي چې په هيوادکې د انتخاباتې مبارزو بهير تود شوى دى او د نوماندانو له خوا په جوړو شويوغونډوکې د خلکو پراخ ګډون ښيي چې دوى له خپلې راتلوونکي سره مينه لري .
د باخترآژانس مبصر ليکي: په داسې حال کې چې په هيوادکې انتخاباتي مبارزې خپلې اوولسمې ورځې ته ورسيدې؛ داسې نښې نښانې شته چې ښيي نوماندانو د خپل فعاليت ساحه له پايتخت څخه دهيواد نورو سيموته پراخه کړې ده.
دغه حرکت ددې څرګندوى دى چې نوماندانو د خپلو کاري پروګرامونو او ستراتيژۍ په بيانولوکې اوچت ګامونه اخستي دي او هلې ځلې کوي چې دکار او فعاليت شعاع يې پراختيا ومومي.
خلک ددې کار هرکلي کوي ځکه د افغانستان ګڼ شمېرخلک کليوالي  اوسيدونکي دي او د دې هيواد د اتباعو په توګه خپل حق بولي چې د هر نوماند دکاري پروګرام او ستراتيژۍ په اړوند په پراخه او هراړخيزه توګه معلومات ولري. تر څو په دې پوه شي چې کوم نوماند د هيواد د بې درمل درد لپاره اغيزمنه  او ارزښتناکه نسخه چې د نا امنيو او د اقتصادي ستونزو له پلوه کړيږي؛ وړاندې کوي .
خلک وايي: يواځې ولايتونو ته سفر او په غونډوکې څرګنديدل نشي کولاى دغه ستونزې حل کړي .
نن ورځ خلک په شخصي او ډله ئيزو خبروکې د نوماندانو په پته خبرې لري چې کيداى شي د انديښنې وړ وي او هغه د يو شمېر نوماندانانوله خوا د پروګرام نه لرل دى.
دوى په دې نه دي بريالي شوي چې خپل پروګرامونه بيان کړي او يا دا چې زياتره پروګرامونه يې له شعار او احساساتو سره يوځاى دي.
سياسي کارپوهان په دې ټيکي ټينګارکوي چې بايد د خلکو له ولولو، انګيزو او علاقې سره برسيرن چلند ونه شي.
  بايد دا ټکي ومنو چې د افغانستان خلک د ټولنيزو او تحصيلي طبقه بنديو په پام کې نيولو پرته د خپلې راتلوونکى په نسبت علاقمند دي.
د تيرو ٣٥ کلونوله پيښوتګلوري دوى د سياستوالو له کړنو سره بلد کړي دي اوپه ډاګه بايد ووايو چې د افغانستان خلک سياسي پوهه لري او کولاى شي د خپلې راتلونکي په باب ترسيم ولري او دا په درنو نوماندانو پورې اړه پيداکوي چې په کوم چلند سره کولاى شي د خلکو ملاتړجلب کړي.
هير دې نه شي چې افغانستان د ١٣٩٣ کال په وروستيو وختوکې چې د ٢٠١٤ کال له پاى ته رسيدو سره جوخت دى؛ دبدلون لسيزه پيلوي چې په هغې کې په نور بهرني ځواکونه په افغانستان کې شتون ونه لري .
د نړيوالې ټولنې اقتصادي مرستې به کمښت ومومي داهغه  واقعيتونه دي چې  افغاني ټولنه به له ٢٠١٤ کال وروسته ورسره مخامخ شي.
دلته لازمه ده چې نوماندان خپل کاري پروګرام اودعمل ستراتيژۍ بيان کړي تر څو خلک ډاډمن شي چې له ٢٠١٤ کال وروسته کلونه لکه څنګه چې په بهيرکې مشخصو کړيوخلکو ته سخت کلونه بللي دي؛ څه وي؟
زموږخلک له تيروناخوالواو ستونزو سره سره د سياسي مسئلو د درک په يوه کچه کې دي.
دوى غواړي چې اوتې بوتې د واقعيتونو په ويلو بدلې شي چې د خپلې راتلونکى په باب هغه هم د جمهوري رياست د نوماندانو په شتون کې ښه ترسيم ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته