خبرونهامنیتفرهنګ

ني يوځل بيا د خبريالانو د امنيت د تامينولو غوښتنه وکړه

٥٠- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړ کوونکى بنسټ ( ني ) نن يوځل بيا له حکومت څخه وغوښتل چې د خبريالانوامنيت تامين کړي چې هغوى له هېوادڅخه ونه ځي.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړ کوونکى بنسټ ني په يوه اعلاميه کې چې نن خپره کړې ده يوځل بيا له حکومت څخه غوښتي دي چې د خبريالانو امنيت تامين کړي ځکه يوشمېر خبريالان د امنيت د نشتوالي او د وژلو له ويرې له هېواد څخه وتلي دي .
دغه بنست وايي په تېرو څو مياشتوکې ١٠ رسانه يي کارکوونکي اوخبريالان په هدفمند ډول وژل شوي دي .
دغه بنسټ ويلي دي چې ناامني په رسانه يي ټولنه کې د ويرې او ډار سبب شوى دى اوخبريالان له هېواد څخه په وتلو اقدام کړى دى .
د ( ني ) د څرګندونوله مخې ؛ هغه خبريالان چې له هېواد څخه وتلي دي په يوغږ وايي چې د دوى ځان په خطرکې و او نه شو کولاى له دې زيات خطر ومنو .
دغه بنسټ ويلي دي چې له هېواد څخه د خبريالانو تيښته د خبريالانو د امنيت په تامينولو کې د امنيتي بنسټونو د بي پروايي په دليل ترسره کېږي
( ني ) خبردارى ورکړى دى که چېرې دغه حالت دوام وکړي په هېواد کې به د بيان ازادي ته زيات زيان ورسېږي.
په وروستيو ورځو کې د خبريالانو ترور زيات شوى دى . د خبريالانو د ترور مسووليت چې په وروستيو ورځو او مياشتو کې رامنځته شوي دي چا په غاړه نه دى اخستى خوحکومت طالبان د دغه کار مسوول بولي .
نا امني د دې سبب شوى دى چې په وروستيو ورځوکې څو تنه خبريالان او رسانه يي فعالان له افغانستان څخه ووځي.
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته