اقتصاد

نړيوال بانګ ٥٠٠ ميليونه ډالره افغانستان ته ورکوي

کابل /د ليندې ٩مه/باختر
د رويترز خبري اژانس خبرورکړى دى چې نړيوال بانک دهغه وړانديزد بشپړولو په حال کې دى چې د هغه له مخې د افغانستان لپاره د کنګل شويومرستو ٥٠٠ ميليونه ډالره ازادېږي.
دغه خبري اژانس نن خبر ورکړ، دغه پيسې يوازې د افغانستان خلکوته د بشر دوستانه مرستو د وړاندې کولو لپاره په پام کې نيول شوي دي او د نړيوال بانک د مديره هيئت غړي به په همدې مقصد غيررسمي کتنه وکړي.
د دغې کتنې هدف د هغه وړانديز په اړه خبرې دي چې له امريکايي او د ملګروملتود سازمان له مقاماتوسره طرحه کېږي نړيوال بانک غواړي دغه پيسې له څارنې يا رپوټ ورکولو پرته د ملګروملتوسازمان او نورو بشردوستانه اژانسونوته ولېږدوي.
دغه وړانديز د افغانستان د بيا رغاونې صندوق (اې ارتي اف) د تګلوري بدلون دى چې په مجموعي ډول ٥ر١مليارده ډآلره کېږي، تراوسه پورې دغه مسئله د يوې طرحې په کچه دى اوعملي شوى نه دى.
د سياسي کارپوهانو په باور نړيوال بانک په دې کار سره له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو د بيا پيل لپاره لومړنى ګام پورته کړى دى.
نړيوال بانک مخکې له دې د افغانستان د پخواني دولت د ملکي مامورينو معاشونه ورکول اود افغانستان د بيا رغاونې صندوق چې په دغه بانک کې جوړ شوى و، مديريت کاوه.
اوس په نړيوال بانک کې د افغانستان د بيا رغاونې په صندوق کې څه ناڅه يونيم مليارده ډالره د کنګل په حالت کې دى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته