خبرونهفرهنګ

هارون حکيمي، د تاريخي ودانيو او فرهنګي ميراثونو پرساتنې ټينګار وکړ

کابل / د زمري ٥ مه / باختر
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي نن د غزني د اطلاعاتو اوفرهنګ له رييس محمديحيي عرفان سره په کتنه کې په دغه ولايت کې د تاريخي ودانيو او فرهنګي ميراثونو پرساتنې ټينګار وکړ.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې د غزنې د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس د ياد ولايت د تاريخي ودانيو او فرهنګي آثارو د حالت په اړوند معلومات ورکړل او د دغو ودانيو د ساتنې په برخه کې يې د دغه وزارت د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين څرګنده کړه چې په غزنې کې زياتره تاريخي ودانۍ او ځايونه په اسلامي دورې پورې تړاو لري او دغه ودانۍ دافغانستان د ټولو خلکو ملي پانګه ده.
هغه وويل خلکو ته بايد انګيزه ورکړل شي چې دغه ودانۍ دافغانستان دټولو خلکو ملي شتمني ده او د دغو تاريخي ودانيو په ساتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترڅنګ خلک هم مسووليت لري.
\ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته