خبرونهفرهنګTOP

هارون حکيمي د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين په توګه معرفي شو

کابل / د غویي ۲۰مه/باختر
هارون حکيمي د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين په توګه نن د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د مطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړه شوې وه، د جمهوري رياست د چارو ادارې مرستيال ډاکتر عبدالکريم توتاخيل د هارون حکيمي د معرفي کولو پر مهال وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د ځوانو مرستيالانو په لرلو سره لا ډېراعتبار ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه د هېواد د جمهور رييس له لارښوونې سره سم ځوانانو ته د کار ښه فرصتونه برابر شوي او تمه کېږي هغه ځوانان چې باور پرې شوى له دې فرصت څخه په خلاقانه ډول د هېواد دهوساينې او پرمختګ لپاره کار واخلي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير په يوه وينا کې وويل: د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د دې جغرافيې د فرهنګ، تاريخ او تمدن د مديريت
مسوول دى. او دغه راز د دې وزارت د مادي او معنوي وياړونو مشعلدار اوعلمدار دى.
هغه دغه راز وويل: هرکله چې د سيمې او نړۍ د هېوادونو د تمدن، پرمختيا،
ترقۍ ، سولې او امنيت تاريخ ته لنډه کتنه وشي، موږ پوهېږو چې د انسان ژوند نه په وينې
پورې اړه لري او نه په خاوري پورې، د انسانانو وده او پرمختګ په وينې، رنګ او نژاد پورې تړلی نه دی. تجربو ښودلې ده چې سوکالۍ ، پرمختيا، ترقۍ ، تعالي ، سولې او امنيت ته رسېدا په فرهنګ پورې اړه لري.
هغه زياته کړه په افغانستان کې فرهنګ په وروستيو کلونو کې لکه څنګه تمه کېده ژوندى نه شو په رکود او څنډه کې و. د ټولنې د نورو برخو د پرمختيتا لامل د فرهنګ په پرمختيتا پورې اړه لري.
محمدطاهر زهيرزياته کړه: افغانستان په ١٩٦٠ کې د نړۍ شپږم بېوزله هېواد و چې تراوسه يې له دغه اړخه هيچ بدلون نه دى موندلى.
هغه د افغانستان د خلکو اتلولىو ته په اشارې سره وويل: “زموږ خلکو سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې ده؛ خو دوى د پرمختګ اوفرهنګ له کاروان څه لرې پاتې شوي دي.”
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وويل: فرهنګ اصل دى ، بنسټ او قاعده ده، هرکله چې موږ د پرمختګ او ودې هڅه کوو موږ بايد دا هڅه د فرهنګ له ودې او پرمختګ څخه پيل کړو، د فرهنګ له ودې پرته پرمختګ او سوکالۍ ته رسېدل امکان نه لري.
هغه د هارون حکیمی د ټاکنې په اړه وويل؛ حکيمي يو متحرک او وړ ځوان دى هيله ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دهغه راتګ د فرهنګ او هنر د ودې او پرمختګ په برخه کې ګټور وي.
د ولسي جرګې منشي کريم اتل هم په خپلو خبرو کې وويل چې هارون حکيمي د هېواد يو متحرک او مجرب ځوان کدر دى چې دهنر او فرهنګ په برخه کې ښې تجربې لري.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري د فرهنګ او هنر د ودې پر اړتيا خبرې وکړې او ويې ويل : د فرهنګ او هنر ودې ته پاملرنه يوه اړينه خبره ده چې د دغه با استعداده او فرهنګ دوسته ځوان په ټاکلو سره د پرمختګ پرلور روان شو.
حکيمي له ويناوالو څخه د منني په څرګندولو سره وويل: زه د نوم او امتياز په خاطر دې مقام ته نه يم راغلى، مګر د هغې مينې لپاره چې زه يې له فرهنګ او هنر سره لرم، دې دندې ته راغلی يم.
هغه زياته کړه د نورو ګاونډيو هېوادونو په پرتله افغانستان د فرهنګ له پلوه بډای دى او ډېر فرهنګي ميراثونه لري. فرهنګي اثار او آبدې يې نړيوال شهرت لري.
هغه ژمنه وکړه چې د فرهنګ اوهنر د ودې او پرمختګ لپاره به کوښښ کوي
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته