خبرونهفرهنګ

هارون حکیمي: د افغانستان ملي بیرغ د هېواد  د تېر، معاصر او راتلونکي تاریخ د ارزښتونو ښکارندويي کوي

کابل / د زمري ۷ مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي د افغانستان د بیرغ د ملي ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې ملي بیرغ، د یووالي، ځواک، قربانۍ، سرښندنو او تراژېدۍ هغه بېلګه ده چې د ساتنې لپاره یې افغانان هره ورځ قرباني ورکوي.

د زمري اوومه چې د افغانستان د بیرغ ملي ورځې ته ځانګړې شوې، د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت  هم په کابل او هم په ولایتونو کې پرتمین مراسم رابللی وو. په کابل کې د ملي بیرغ د نمانځنې مراسم په وزیر محمد اکبر خان غونډۍ کې ترسره شول. دا ځای په تصادفی توګه د دغو مراسمو لپاره نه و ټاکل شوی؛ بلکې په دغه ځای کې د ملي بیرغ ورځې د نمانځنې مراسمو تر سره کولو یو ځانګړی سمبولیک ارزښت لاره. وزیر محمد اکبر خان غونډۍ د کابل له مشهورو غونډیو څخه ده او ټول ښار ترې ښکاري. دغه راز دلته یو ستر ملی بیرغ تل هسک او رپاند دی او د افغانانو د لوړ ملي غرور ښکارندویي کوي. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه غوره وګڼله چې دا مراسم همدلته او د دغه ستر ملی بیرغ تر سیوري لاندې جوړ کړي.

په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي، د دغه وزارت رییسانو او سلاکارانو، د اړوندو ادارو استازیو، هنرمندانو، مدني فعالانو او د کوچنیانو، ځوانانو اوسپین ږیریو او همدارنګه ښځو او نارینه وو په ګډون ګڼو کابلیانو ګډون کړی و. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معین هارون حکیمی دغو مراسمو ته په وینا کې وویل چې هر خپلواک او آزاد هېواد د خپلې پېژندګلوۍ لپاره بېل بیرغ لري. هغه زیاته کړه چې د افغانستان ملي بیرغ د هېواد  د تېر، معاصر او راتلونکي تاریخ د ارزښتونو ښکارندویي کوي.

د حکیمي د څرګندونو له مخې؛ ملي بیرغ د افغانستان د لویې امپراتورۍ د تاسیس یوه بېلګه ګڼل کېږي.

په دغو مراسمو کې د ملي تیاتر هنرمندانو د ملي بیرغ په ویاړ ډېره ښکلې تیاتري ننداره وړاندې کړه. همدارنګه د موسیقۍ ریاست هنرمندانو د ملي بیرغ په ویاړ نوې حماسي سندرې واورولې او یو شمېرشاعرانو په جوړه شوې مشاعره کې د افغانستان ملي بیرغ او د افغان باتور ملت ملي هوډ، برم او پرتم په خپلو شعرونو کې راغبرګ کړ او ویې ستایه. دغه راز ګڼو ځوانانو د ملي بیرغ په ویاړ او درناوي ملي اتڼ وکړ او خپلې ولولې یې څرګندې کړې. هېوادنیو حماسي سندرو، تیاتري نندارو، حماسي شعرونو او د ځوانانو مستو اتڼونو دغو مراسمو ته ځانګړی رنګ او خوند، برم او پرتم وربخښلی و.همدارنګه ګډونوالو پر خپلو مخونو او لاسونو د ملي بیرغ انځور  کښلی و او د خوښۍ، ملي غرور او ویاړ ولولې یې څرګندولې.

د دغو مراسمو یو ګډونوال استاد نجیب منلی وویل  چې بیرغ د یوه هېواد له تاریخ ، نن او سبا سره تړل شوی دی. ده زیاته کړه چې د افغانستان ملي بیرغ د ټول افغانستان او هر افغان استازیتوب کوي.

په همدې حال کې د بیرغ د ملي ورځې د مراسمو یو بل ګډونوال ملک اکبر وویل: هیله ده چې د بیرغ ملي ورځ ټول افغانان د ورورګلوۍ په فضا کې ونمانځي او هر افغان د ملي بیرغ تر سیوري لاندې ژوند وکړي. هغه زیاته کړه چې افغانان ولسواک نظام غواړي او د توپ، ټانک او زور له لارې حکومت به هېڅکله ونه مني.

یو بل ګډونوال منیر ځدران  وویل چې جنګ د حل لاره نه ده او له تېرو ۴۳ کلونو راهیسې یوازې بې ګناه افغانان وژل کېږي. هغه له افغان دولت او طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ملي بیرغ ورځ په ټول هېواد کې په خورا پرتمینو مراسمو سره ونمانځل شوه.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته