ټولنه

هغه بوډا سړى چې تراوسه یې حافظه له لاسه نه ده ورکړې، په سمنګانو کې ژوند کوي

کابل / د وږي ۲۷مه / باختر
په سمنګانو کې ډېر بوډا سړى د شيخ القران و الحديث مولوي محمد امين چې له جسمي پلوه ډېر کمزوری دى، خو تراوسه ښه حافظه لري او د قرآن عظيم الشان هر آيت په سم او دقيق ډول قرائت کوي.
د روی دواب ولسوالۍ اوسېدونکى نورالله چې د مولوي محمد امين خوریى دى، وايي: مولوي محمد امين چې په مولوي کلان مشهور دى؛ د سمنګانو ولايت د روی دواب ولسوالۍ د خواجه زاهد کلي په يوه روحاني کورنۍ کې زيږېدلی دی.
دی اوس ١٤٤ کلن دى او ۹۰ کاله وړاندې د هندوستان د ديوبند له مشهورې مدرسې څخه فارغ شوى دى او د سمنګانو په بېلابېلو مدرسو کې د ديني عالمانو روزنه کړې ده او سلګونه ديني عالمان يې ټولنې ته وړاندې کړي دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته